د سټارمر تر استعفا وروسته د بریټانیا حکومت د کابینې لومړۍ غونډه

په بریټانیا کې د حکومت وزیرانو یوه ورځ وروسته ترهغې غونډه وکړله چې صدراعظم کییر سټارمر له دندې استعفا وکړه.

د سټارمر تر استعفا وروسته، تمه کیږي چې د کارګر ګوند غړی، انډي برنهم د صدراعظم په توګه وټاکل شي. تر اوسه برنهم د صدرات څوکۍ د ګټلو په سیالیو کې د نورو کاندیدانو نه مخکې دی او که دې مقام ته غوره شي، دی به په تیرو لسو کالونو کې اووم مشر وي چې د برېټانیا د صدراعظم په توګه ټاکل کیږي.

سره لدې چې سټارمر د صدرات انتخابات په دومره لوی توپیر سره ګټلي و چې د دې هیواد په سیاسي تاریخ کې ساری نلري خو د دوو کلونو حکومتوالۍ وروسته، استعفا کولو ته اړ شو.

د کارګر ګوند د استازو او د برېټانيا د کابینې د يو شمېر وزيرانو له سختو فشارونو وروسته، سټارمر پرېکړه وکړه چې د خپلې استعفا په اړه د برېټانيا له پاچا سره خبرې وکړي.

د خلکو د ملاتړ کمېدل، په سيمه‌ييزو ټاکنو کې د کارګر ګوند ماتې، په برېټانیا کې د اصلاحاتو د پياوړتيا په اړه اندېښنې، او له ځينو تګلارو څخه شاتګ، په کارګر ګوند کې د سټارمر دريځ کمزوری کړی و.

د بهرنۍ تګلارې په برخه کې، سټارمر هڅه کړې وه چې له اروپا څخه د برېټانیا د وتلو بهیر یا برېکزيټ وروسته د برېټانيا اقتصادي او دفاعي اړيکې له اروپايي اتحاديې سره بېرته ورغوي، خو د امريکا او ايران جګړې او د هرمز تنګي کړکېچ د نوموړي اړيکې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، سره، ترينګلې کړې وې.