د افغان روبات جوړونکو جینکو سیالۍ په انځورونو کې

د افغانستان روبات جوړونکې انجونې چې دوه ځلې یې د ویزې غوښتونلیکونه په کابل کې د امریکا د سفارت لخوا منل شوي نه وو، تر هغه وروسته امریکا ته راغلې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصاً هغوي ته د ویزو د ورکولو سپارښتنه وکړه.

د ګڼو افغانانو په ګډون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سویلي او مرکزي آسیا د څانګې یوې جګپورې مامورې، الیس ویلس او په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب هوايي ډګر ته د دغو انجونو د هرکلي لپاره ورغلل.

د ولسمشر ټرمپ لور، ایوانکا ټرمپ هم د افغانستان د روبات جوړونکو ټیم سره له نیږدې وکتل او په دغه سیالۍ کې د دوي ګډون یې وستایه.

د روبات جوړولو د نړیوالې سیالې د پرانیستلو په مراسمو کې افغانستان لومړنۍ ټیم وو چې د لوبې تالار ته داخل شو.

د افغانستان د روبات جوړونکو د ټیم یوه غړې پر خپل مخ د افغانستان د بیرغ د رسمولو په حال کې.

د افغانستان د روبات جوړونکو د تیم دوه غړې چې د افغانستان بیرغ یې پر خپل مخونو کاږلی دی.

د افغانستان د ټیم غړي په واشنګټن دي سي ښار کې له یوې سیمه ایزې رسنۍ سره د مرکې په حال کې.

په امریکا کې د افغانستان سفارت دغو روبات جوړونکو انجونو ته تود هرکلی و وایه.

په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د افغانستان له ټیم سره د خبرو په حال کې.

د افغانستان ټیم د سیالۍ لپاره د خپل روبات د تیارولو په حال کې.

د افغانستان ټیم د یوې سیالۍ نه مخکې د انتظار په حال کې.

د افغانستان ټیم روبات د سیالۍ په حال کې. په دغو سیالیو کې افغانستان له ۲۴۳ امتیازو سره ۱۰۳ مقام خپل کړ.

د افغانستان ټیم روبات د سیالۍ په حال کې.

د افغانستان ټیم غړي وروسته له یوې سیالۍ

د روبات جوړولو د نړیوالې سیالۍ د پای ته رسیدو په مراسمو کې د افغانستان ټیم د عکس اخیستلو په حال کې.

د افغانستان د روبات جوړونکو ټیم ته د زړورتیا افتخاري مډالونه ورکړل شول.

د سپینو زرو یو مډال چې د افغانستان د روبات جوړونکو نجونو ته د زړورتیا په افتخار ورکړل شوی دی.

په واشنګټن دي سي ښار کې د روبات جوړولو د سیالۍ د پای ته رسیدو مراسم. په دغو مراسمو کې د اروپا وچې ټیمونو د ۴۴۳ امتیازونو سره لومړی مقام خپل کړ.