د مسکو او کیف ترمنځ د سولې هڅې؛ مېلانیا ټرمپ د روسیې او اوکراین له استازو سره ګوري

د مېلانیا ټرمپ په کوربه‌توب، نن په سپینه ماڼۍ کې د روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ خبرې کېږي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مېرمن مېلانیا ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (نومبر پنځمه) په سپینه ماڼۍ کې د روسیې او اوکراین د استازو کوربتوب کوي. دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې واشنګټن د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ کړې او ټاکل شوې د نومبر په لسمه او یوولسمه په ابوظبۍ کې د امریکا په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې وشي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، د مېلانیا ټرمپ په کوربتوب دا غونډه د اوکراین د خرسون سیمې په اولېشکي ښار کې له شپږ ورځني سیمه‌ییز اوربند وروسته کېږي. د دغه اوربند په رامنځته کولو کې د امریکا لومړۍ مېرمن رول درلود او موخه یې سیمې ته د بشري مرستو رسول او له جګړه‌ییزو سیمو څخه د اغیرمن کېدونکو ملکي وګړو ایستل وو.

د فرانس پرس خبري اژانس د نومبر په پنځمه د کرملین د ویاند دیمیتري پېسکوف له قوله راپور ورکړ چې د روسیې د نړیوالې اقتصادي همکارۍ استازی کیریل دیمیتریف او د بشري حقونو کمېشنره یانا لانتراټووا به په سپینه ماڼۍ کې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د اوکرایني سرچینو په وینا، د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د «خلکو خدمتګار» ګوند د پارلماني ډلې مشر داوید اراخامیا او د اوکراین د بشري حقونو کمېشنر دیمیترو لوبینیتس به د کیف استازیتوب وکړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف د نومبر په دویمه د اولېشکي د بشري عملیاتو د بریالیتوب هرکلی وکړ او د امریکا له لوري، په ځانګړي ډول له مېلانیا ټرمپ څخه یې مننه وکړه.

پېسکوف وویل چې د دې عملیاتو د چمتووالي پر مهال د ټولو ښکېلو خواوو ترمنځ د همغږۍ کچه لوړه وه. خو نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال د ورته نورو عملیاتو لپاره کوم مشخص پلان نشته.

د ابوظبۍ خبرې

په همدې حال کې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویتکاف اعلان کړی چې د امریکا په منځګړیتوب به د نومبر په لسمه او یوولسمه د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د کاري کچې خبرې ترسره شي.

د دغو خبرو د چمتووالي په لړ کې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې هم د امریکا، اوکراین او اروپايي شریکانو ترمنځ غونډې ترسره شوې دي. په دغو غونډو کې د فرانسې، جرمني، بریتانیا، اروپايي ټولنې، ناټو او نړیوال بانک استازو د اوکراین د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د بیارغونې او امنیتي ترتیباتو پر موضوعاتو بحث کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ (د نومبر څلورمه) په مادرید کې د امریکا د ولسمشر له استازو سټیف ویتکاف او جارېد کوشنر سره ۹۰ دقیقې ټیلیفوني خبرې وکړې.

د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسمي اعلامیې له مخې، په دغو خبرو کې د ابوظبۍ د راتلونکې درې اړخیزې غونډې پر چمتووالي، د اوکراین د هوايي دفاع پر پیاوړتیا، امنیتي ضمانتونو او له امریکا سره د دوه اړخیزې همکارۍ پر دوام خبرې وشوې. زیلینسکي وویل چې اوکراین د سولې لپاره خپل وړاندیزونه امریکايي لوري ته سپارلي او چمتو دی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اړین ګامونه واخلي.

نوموړي ټینګار وکړ چې اوکراین د روسیې د بریدونو پر وړاندې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره د پټریاټ هوايي دفاعي سیسټمونو توغندیو ته اړتیا لري. هغه همدارنګه له امریکا سره د بې‌پیلوټه الوتکو د احتمالي تړون پر دوام د کار کولو غوښتنه وکړه.

زیلینسکي وویل: «سوله بدیل نه لري او له جګړې وروسته امنیتي ضمانتونه باید رښتیا هم ټینګ او باوري وي.»

سره له دې چې د امریکا په منځګړیتوب ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي، د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم دوام لري. رویټرز خبري اژانس د نومبر په څلورمه راپور ورکړ چې د اوکراین د زاپوریژیا په سیمه کې د نومبر د دویمې نېټې په روسي بمبارۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی او لسګونه نور لا هم لادرکه دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا، برید د کومیشوواخا په کلي کې پر یوه پخواني ښوونځي شوی چې د بشري مرستو د وېش او د ملکي وګړو د پناه اخیستو لپاره کارول کېده. د وژل شویو کسانو په ډله کې د ژغورنې د ډلې دوه غړي او څلور پولیس هم شامل دي. خو د روسیې دفاع وزارت ویلي چې په دغه برید کې یې د اوکراین پوځي واحدونه په نښه کړي او ادعا یې کړې چې تر ۲۵ پورې اوکرایني سرتېري یې وژلي دي. د امریکا په منځګړیتوب راتلونکې خبرې داسې مهال ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د شرایطو، امنیتي ضمانتونو او د جګړې د پای ته رسولو پر څرنګوالي لا هم اختلافونه شته.

تر اوسه د روسیې او اوکراین ترمنځ د ټول هېواد په کچه د اوربند یا د سولې وروستی تړون نه دی اعلان شوی.