د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې د فوټبال د نړۍ ستوري
د جرمني افغان الاصله لوبغاړی ندیم امیري (۲۰)، د عاج ساحل سره په لوبه کې د خپل ټیم لومړنی ګول نمانځي.
د ارجنټاین لیونل میسي د الجزایر پر وړاندې د درې ګولونو په وهلو په روان نړیوال جام کې خپل کمپاین په زړه پورې پیل کړ.
د فوټبال د تاریخ تر ټولو زیات ګول وهونکی، کریستیانو رونالډو، په خپل شپږم نړیوال جام کې هم د پرتګال د ټیم کپتان دی.
د مصر محمد صلاح (منځنی)، د بلجیم پر وړاندې مهم ګول وکړ او خپل هېواد ته یې یوه ارزښتناکه نمره وګټله. صلاح د مصر په لوبډله کې مهم رول لوبوي.
د انګلنډ تاریخي ګول وهونکي هري کېن د کورشیا په وړاندې د ګول په وهلو وښودله چې د فوټبال د ځوان نسل لپاره یوه بېلګه ده.
د فرانسې کپتان کیلیان امباپې د سنګال پر وړاندې دوه ګولونه ووهل او یو ځل بیا یې ثابته کړه چې د نړۍ د غوره لوبغاړي د لقب ګټلو ته تر ټولو نږدې دی.
د ناروې ارلینګ هالند په خپل لومړني نړیوال جام کې د عراق پر وړاندې دوه ګولونه ووهل او خپلې لوبډلې ته د ۴-۱ ستره بریا ورکړه. هالند د ګول وهلو ماشین ګڼل کېږي.
د برازیل وینیسیون جونیر (منځنی)، که څه هم تر اوسه په دې نړیوال جام کې کوم ګول نه دی وهلی، خو د هغه سرعت، تخنیک او یرغلیزې لوبې برازیل د جام له تر ټولو خطرناکو ټیمونو څخه ګرځولی دی.
عثمان ډیمبېلې (چپ) د فرانسې د برید کرښې تر ټولو فعاله څېره ده. د هغه چټک حرکتونه، او د مخالفې لوبډلې پر دفاعي کرښې دقیق بریدونه د فرانسې د بریاوو مهم لامل ګرځېدلي دي.
د انګلنډ جوډ بلینګهم (منځنی) په ټکساس کې د کرویشیا خلاف د انګلنډ په بري کې مهم رول ولوباوه. که څه هم بلینګهم ۲۳ کلن دی خو د خپل عمر په پرتله ډېره پخه لوبه کوي.
د هسپانیا ۱۸ کلن لامین یامال په دې نړیوال جام کې یو له کم عمره ستورو څخه دی. ددې ځوان دقیقې او زړورې لوبې هسپانیا په نړیوال جام کې د پام وړ ګرځولې ده.