اېف بي ای: افغان الاصله امریکایی وګړی د ویزو په درغلیو محکوم شو

د امریکا د متحدو ایالتونو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف بي ای) اعلان کړی چې یو افغان الاصله امریکايي وګړی د ویزو په غوښتنلیکونو کې په درغلیو محکوم شوی دی.

د اېف بي ای ادارې د دوشنبې په ورځ [نومبر ۱۶مه] په خپلې اېکس پاڼې کې ولیکل چې محکوم شوی کس مصطفی امان نومېږي او په خاصې ویزې متحدو ایالتونو ته راغلی او وروسته یې تابعیت ترلاسه کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي: "پخوانی افغان کډوال چې د یو دفاعي قراردادي سره تر کار کولو وروسته د ځانګړو ویزو د پروګرام له لارې د امریکا تابعیت ترلاسه کړی و، د ویزې په غوښتنلیکونو کې په درغلۍ محکوم شوی دی".

خپرپاڼه زیاتوي چې مصطفی امان د کډوالۍ سیسټم او د متحدو ایالتونو د یوه دفاعي قراردادي په اړه له خپلې پوهې څخه په ګټې اخیستنې، "دسیسه" جوړه کړې وه چې د خپلو ملګرو او د کورنۍ د غړو لپاره په درغلۍ اسناد ترلاسه کړي.

د واشنګټن ایالت د لویدیځې حوزې لوی څارنوال چارلس نیل فلويډ د سه شنبې په ورځ [نومبر ۱۰مه] د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي وو چې ۳۹ کلن مصطفی امان په شپږو مواردو کې تر تورن کېدو وروسته نیول شوی دی.

په اعلامیې کې د څارنوال په حواله لیکل شوي چې د ادعا له مخې، مصطفی امان د ۲۰۱۳ کال راهیسې دولتي ادارو ته د جعلي معلوماتو ورکول پیل کړي وو او دا کار یې تر ۲۰۲۴ کاله پورې دوام درلود.

څارنوال فلویډ وویل چې په "مهاجرت کې درغلۍ یوه جدي ستونزه ده او دا يي یوازې یوه بېلګه ده."

د اېف بي ای اداره وايي چې مصطفی امان جعلي سپارښتنلیکونه جوړ کړي او له نورو سره یې د جعلي کاري پېژندپاڼو او سفارش لیکونو په لیکلو کې مرسته کړې ده.

په متحدو ایالتونو کې د درغلۍ لپاره د دسیسو د جوړولو سزا څه ناڅه پنځه کاله دي.