غوره شوي عکسونه

د غزې په رفح سیمه کې فلسطینی ماشوم د یو خیریه پخلنځي پر وړاندې د وړیا خوراک ترلاسه کولو لپاره منتظر دی

د ایتالیا  په ایوریا کې مالټو سره د ګوزار فیسټوال

جاپان کې د سومو پهلوانۍ یوه سیالۍ

هندي پولیسو د دوشنبې په ورځ له مظاهره کوونکو کروندګرو سره د دهلي او هریاڼې پر پوله نښته وکړه. د هند د حکومت د پلان له مخې، بزګران باید خپل محصولات پر خصوصي شرکتونو وپلوري، خو کروندګر فکر کوي چې په دې صورت کې به خپل محصولات په کمه بیه وپلوري. 

د ګوانتانامو دوه پخواني بندیان عبدالکریم او عبدالظاهر چې شاوخوا اوه کاله په عمان کې تر نظربند وو، له ګوانتانامو زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شول.

ایران کې د مینانو ورځې ته چمتوالی

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د سختو بارانونو له کبله ګڼ سړکونه بند شوي دي

د هند په کلکتې ښار کې د کیلو مارکیټ

د امریکا په نیویارک ښار کې د واورې طوفان

د هند پلازمینې دهلي او هریاڼې پولې ته څیرمه د معترضو بزګرو کاروان

د فلسطین په رفح ښار کې بیځایه شویو کډوالو کمپ