په انځورونو کې
په هالنډ کې د لاله ګل د ملي ورځې نمانځنه
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر بهر یو شمیر افغان بیځایه شوې میرمنې مرستو ته انتظار باسي
په ماکاو کې د ای-ما معبد په وړاندې د ۲۳۸ متره اوږد جوړ شوي خامار سره د نڅا ننداره
د اردن سیند په لویدیځه غاړه د یهودي ښارګوټو د جوړولو په وړاندې د یو فلسطیني اعتراض
د چین په ووهان ښار کې چې د کروناویروس ترې سرچینه اخیستې وه د شپې ننداره
د هند په ګواهتي ښار کې جانبیل جشن یوه برخه د چرګانو د جنګولو ننداره ده
د فلیپین په مرکز مانیلا کې د نوي قمري کال د جشن یو څنډه
د مالیزیا په پلازمینه کوالالامپور ښار کې د ژویو د حقونو فعالانو پدې حرکت سره پر حیواناتو باندې د یو جاپاني شرکت د ازموینو د درولو غوښتنه وکړه
په لسګونو زرو اسرائیلیانو د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۱ د بینیامین نتنیاهو د نوي ښي اړخي حکومت د اقداماتو پر ضد مظاهرې وکړې او د هغه د استعفا غوښتنه وکړه
په بوسنیا کې په درینا سیند کې د پاتې شونو په وړاندې ایجاد شوی بند
د اسپانیا په پلازمینه مادرید ښار کې د دولت ضد مظاهرې
د جنوبي کوریا د پلازمینې سیول ښار د څنډې په یوه فقیر میشته سیمه کې اورلګیدنې ددې ځای ۵۰۰ اوسیدونکي د کورونو خوشې کولو ته اړ کړل