غوره شوي عکسونه
یوه کلیواله ویتنامۍ ښځه د نوي قمري کال لپاره خوشبویه عنبر چمتو کوي، چې د سیمې په هېوادونو کې په پراخه کچه کارول کیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل کار په لومړۍ ورځ کې، لسګونه اجرایي فرمانونه لاسلېک کړل.
ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د لوړې مراسمو په مناسبت جوړې شوې مېلمستیا کې د کیک پرېکولو په حال کې .
په کالیفورنیا ایالت کې د اور وژنې هڅې پداسې حال کې روانې دي، چې د دغه ایالت په جنوبي برخو کې پراخو اورونو میلیاردونه ډالر زیان اړولی دی.
د غزې په تړانګه کې پر اړمنو فلسطینیانو د خوراکي توکو ویش.
د سخت ژمي یخنۍ او د امریکا په نیواورلینز کې یو بېسرپناه سړی .
د کانګو په دموکراتیک جمهوریت کې د جګړې له امله یو ډله بیځایه شوي کسان.
طالبانو او چینايي دیپلوماټانو په کابل کې د افغانستان او چین ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د ۷۰مې کلیزې نمانځنه وکړه.