په انځورونو کې

په خیبرپښتونخوا کې د تورخم پر لور د افغان کډوالو کاروان چې له پاکستان څخه ایستل شوي دي
 

د پاکستان حکومت شاوخوا ۱،۷ میلیون افغان مهاجر چې په هغه هیواد کژ اوسدنې قانوني اسناد نلري په زور خپل هیواد ته ستنوي.
 

د یمن په صنعا ښار کې یو یمنی ماشوم د هغو مظاهرو په ترڅ کې چې د فلسطینیانو په پلوۍ او د اسرائیل د بریدونو دغندنې لپاره جوړې شوې وې

 

په برازیل کې فعالانو پر غزه باندې د اسرائیل د بریدونو په اعتراض کې د ریو دی جنیرو د ښار په ساحل کې په نمایشي بڼه د جسدونو ننداره وړاندې کړه چې د اسرائیل په بریدونو کې د فلسطیني ماشومانو مړینه انځور کړي.

 
 

یو دوه تابعت لرونکی فلسطینی ماشوم د غزې او مصر ترمنځ د رفح بندر څخه د تیریدو په حال کې . د هغه موافقې له مخې چې د قطر په منځګړیتوب د مصر، اسرائیل او حماس ترمنځ شوې په غزع کې ګیر پاته بهرنیان د رفح بندر له لارې مصر ته اوړي.

 

په اسرائیل کې د ګیر پاته فلسطیني کارګرانو خوشحالۍ غزې د رسیدلو پر وخت. د دوی لومړنۍ ډله د جمعې په ورځ د نومبر په دریمه غزې ته د تګ اجازه ترلاسه کړه.

 

د هند په پلازمینه ډهلي کې د هوا ککړتیا 

اسرائیلي ځواکونه د غزې او اسرائیل ترمنځ په یوه سرحدي سیمه کې

 

یو هندي سړی چې د اوبو رسولو د سترنل څخه په راوتلو اوبو کې لامبي

 

د اوکراین په خارکیف ښار کې د ژغورنې عمله په هغه ساحه کې چې د روسیې هوایي پرید پرې شوی د مرستو رسولو پر وخت

 

د بریتانیا پاچا چارلز دریم او میرمن یې کامیلا د کینیا په لرغوني ښار ممباسا کې په یوه برقي ریکشا کې د سپرلۍ پر وخت