د کاناډا د البرټا په ایالت کې چارواکي وایي په یوې نظامي اډې کې چې سرتیرو پکې ځانګړي تمرینات کول، د اور لګیدو په پیښې کې لږ تر لږه څلور سرتیري وژل شوي او ۳۹ نور زخمیان دي.
د چارواکو په وینا چې ۱۹ زخمي شوي سرتیري په جدي وضعیت کې دی.
د کاناډا د پوځ یو لوړ پوړي چارواکي، تورن جنرال ویډ روتلنډ ویلي چې په اډې کې نظامي چارواکي د اور په لګیدو خبر و او ګمان یې کاوه چې د قابو کیدو وړ او له همدې کبله په اډې کې نظامي چارواکو اجازه ورکړې وه چې ځانګړي تمرینات ادامه پیدا کړي خو زیاتوي چې ناببره باد راغی او اور له کنټروله ووت.
جنرال روتلنډ په خبري کنفرانس کې وویل چې د باد راتګ څخه وړاندې اور د سرتیرو د تمریناتو له ساحې یو کیلو مټر لرې و خو په ۳۶ ثانیو کې تر سرتیرو ورسید.
جنرال روتلنډ زیاته کړه چې د پیاده ځواکونو په دې تمریناتو کې ټول ټال ۸۴ سرتیرو برخه درلوده. دوي د لاسي بمونو او د دښمن په سنګرونو د بریدونو لپاره تمرینات کول.
دې جنرال همدارنګه وویل چې تحقیق کوونکو تر اوسه د اور لګیدو علت ندی معلوم کړی.
د جنرال روتلنډ په وینا دې سرتیرو د نړیوال بحران پر مهال د چټک ځواب ویلو لپاره چمتوالی نیوه او ټاکل شوې وه چې راتلونکی پسرلی په لاتیوا کې د کاناډایي سرتیرو د ملاتړ لپاره استول شوي وی.
د کاناډا صدراعظم مارک کارني دا په کاناډا کې دننه "د سولې پر مهال د کاناډا د پوځ لپاره یوه تر ټولو ناوړه غمیزه" بللې او امر یې کړی چې د هیواد په ټولو فدرالي ودانیو کې به بیرغونه نیمه ځوړند وي.