دایکنډي کې په واده کې څلور تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې په ودونو کې د ناوې د راوړلو پر مهال د زوم خپلوان ډزې کوي.

د دایکنډي ولایتي چارواکي وايي، تیره ورځ ( غبرګولي ۳۰ مه) د دغه ولایت د اشترلي په ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې په یوه وسله واله نښته کې څلور تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، د دوو تره زامنو ترمنځ دا جنجال هغه مهال پیښ شو، چې یو یې د واده په مراسمو کې د خوشالۍ لپاره هوايي ډزې وکړې.

د دایکنډي ولایتي شورا غړې میرمن شیما رستمیان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نښته د یو غیر مسولې وسله والې ډلې د سرګروپ له خوا پیل شوه.

میرمن رستمیان وویل " دا نښته هغه مهال پیل شوه، چې حمید مبلغ زاده په نوم د غیر مسولو وسله والو ډلو یو سرګروپ د خپل تره د زوی په واده کې هوايي ډزې وکړې".

میرمن رستمیان وویل، چې د دې پیښې ډیر قربانیان ماشومان او ښځې دي، چې د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره د زوم کور ته ورغلي وو.

د دایکنډي ولایت امنیه قومندان جنرال غلام سخي غفوري امریکا غږ اشنا راډیو ته پیښه تائید کړه خو ویې ویل، چې تراوسه یې په دغه پیښه کې تلفاتو په اړه بشپړ معلومات نه دي ترلاسه کړي.

د دایکنډي ولایت د پولیسو قومندان وویل، د مبلغ زاده په نوم د غیر مسوولې وسله والې ډلې دغه سرګروپ د ملي امنیت ریاست سره اړیکې نیولې وې او غوښتل یې، چې خپلې وسلې افغان حکومت ته وسپاري.

د اشترلي ولسوالۍ د دایکنډي ولایت له لرو پرتو ولسوالیو څخه یوه ده، چې یو شمیر غیر مسولې وسله والې ډلې په کې فعالې دي.

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې په ودونو کې اکثره د ناوې د راوړلو پر مهال د زوم خپلوان د خوشالۍ ډزې کوي.