کندهار کې هوايي بریدونو کې د ۴۳ طالبانو د وژلو ادعا شوې

کندهار امنیتي چارواکي وايي، ۴۳ طالب وسله وال دافغان او د ناټو هوايي ځواکونو په بریدونو کې د نیش په ولسوالۍ کې وژل شوي.

د کندهار امنیتي مقامات وايې چې تیره شپه یې د دې ولایت د نېش د ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو د یوې سترې حملې پر شاه تمبولو لپاره جنګي الوتکې کارولي چې له امله یېپه هوايي بریدونو کې ۴۳ وسله وال وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې تېره شپه وسله والو د نیش ولسوالۍ د نیولو لپاره له څلورو خواوو څخه د دغې ولسوالۍ په مرکز بریدونه وکړل چې دغې ډلې وسله والو ته د سر د زیات زیان له رسیدلو وروسته د هغوی بریدونه بیرته په شا وتمبول شول.

جنرال عبدالرازق وویل،چې د وسله والو د حملې پر وخت د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت او افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې وسله وال سخت ځپل شوي دي.

جنرال عبدالرازقوویل " په هوايي بریدونو کې ۴۳ وسله وال وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي چې وسلې او موټر يې هم لمنځه تللي، اوس په سیمه کې امنیتي حالت د ډاډ وړ دی".

نېش ولسوالۍ د کندهار د شمال په ۱۵۰ کيلو میترۍ کې د زابل او ارزګان ولایتونو پولو ته نږدې پرته ده.

تېر کال هم پر دغې ولسوالۍ وسله والو طالبانو یو لړ بریدونه ترسره کړي وو، چې په پایله کې یې د ولسوالۍ مرکز د یوې اونۍ لپاره د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلی وو.

د کندهار امنيتي مقامات مني چې د کندهار په شمال کې له ارزګان او هلمند ولایتونو سره په سرحد کې پرتې د دغه ولایت ولسوالۍ نا امنه دي، خو زیاته وي چې د وسله والو د ځپلو لپاره يې په دغو ولسوالیو کې د اړتیا پر وخت لازم اقدامات کړي دي.

طالبانو د تیرې شپې په بمباریو کې د خپلو ۴۳ وسله والو وژل رد کړي او ادعا یې کړې، چې د دغو جګړو په ترڅ کې يې د نیش ولسوالۍ شاوخواته د افغان ځواکونو دوه پوستې نیولي او په لسګونو افغان سرتیري یې مړه او ټپیان کړي دي.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي، رسنیو ته په یو استولي اعلامیه کې ادعا کړې چې د افغان سرتیرو ۱۷ مړي لا هم د دغې دلې له خوا په نیول شوو پوستو کې پراته دي.

خو افغان امنیتي چارواکو په دغو جګړو کې د افغان ځواکونو د سرتیرو وژل تراوسه نه دي تائید کړي.