په فرانسې کې اعتصابونه او لاریونونه دوام لري، د کارګرانو اتحادیې او ښوونکي هم د لېسو د زده کوونکو د اعتراضي غورځنګ څخه ملاتړ کړی او ورسره یوځای شوې دي.د فرانسې په لیون او ستراسبورګ ښارونو کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ نښتې د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو څرګندونه کوي.لاریون کوونکي د معاشونو د زیاتېدو، د ژوند د لګښتونو د کمولو او د معارف لپاره د بودجې د زیاتوالي غوښتنه کوي.
هغه کوچنی احتجاج چې د پاریس په یوه لیسه کې د سپتمبر په میاشت کې پیل شوی و هغه اوس د هیواد په کچه په سترو مظاهرو بدل شویدی . مظاهره کونکي د مصارفو د لوړوالي او د عاید د کمي خلاف احتجاج کوي . د مظاهرو د مسولینو په وینا قریب دوه نیم لکه خلک د پنجشنبې په ورځ د فرانسې مختلفو برخو کې لارې کوڅو ته راوتي وو. همداراز د اورګادو د عملې او د استاذانو د کار بندیز له کبله عادي ژوند هم سخت ستونزمن شویدی.
فیبین ولادیو، د فرانسې د اورګادو د اتحادې سکرتر وايي د اوسني کار بندیز تړاو یوازې د اورګاډو د عملې پورې تړاو نه لري دوي که یوازې زموږ مسلې حل کړي نو بیا به هم ډیر نور په ویر کې پاتې وي .دا د مختلفو مسلکونو او کدرونو شریک احتجاج دی .دا د ژوند په هر ډګر کې د هغه شخصي وي که دولتي د ټولو د حقوقو خبره کول دي. همداراز د فرانسې د کارګرو د اتحاديي غړی متایو کورنیلوډ وايي ؛( د فرانسې اوسنۍ اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ډیرو خلکو دپاره د تباهۍ سبب دی . هغه وايي د غوښتونو اساسي نقطې د ضرورت د شیانو قیمتونه لوړ شویدي ، تیل او ګاز قیمته شویدي .داسې وخت راغلی دی چې عادي مزدورکاره دخپلو ژوند ټول ضرورتونه نشي پوره کولی].
د اجتجاجونو او نارامیو له کبله د فرانسې د ولسمشر ایمنیول میکرون حکومت د دورې د پوره کیدو نه شپږ میاشتې مخکې د سخت بحران سره مخ کړدی.داکتوبر په میاشت کې داسې مظاهرې او بلواګانې وشوې چې په نیزدو کلنو کې ېې فرانسه کې څاری نه لیدل کیږي ، د دولتي چارواکو په وینا د دریو لکو نه زیات مظاهره کونکي د تیرو دریو اوونیو په جریان کې سړکونو ته راوتي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لارنټ نونز وايي[ د اکتوبر په اوولسمه چې څه وشو هغه هیڅ د منلو وړ نه دي نو موږ به پوره هڅه کوو چې د چور او چپاول مخه ونیسو او چا ته اجازه ورنکړو چې شخصي ودانیو ته ضرر ورسوي . موږ به سخت ګامونه پورته کوو او سرغړونکي به رانیسو او دا به د قانون په چوکاټ کې ترسره کوو].د فرانسې ولسمشر هم د مظاهرو او احتجاجونو د درولو غږ کړیدی او ویلي [ساده اصولي خبره ده چې راتلونکو ورځوکې به نور احتجاج څوک نه کوي . که د کارګرو ټولنو تنظیمول نو په یو مخصوصه لاره به تیریږي او که د کارګرو لخوا نه و نو هیڅ اجازه به ورته نه وي . ترڅو امنیت قایم شي او ولسي ودانۍ خوندي شي].
د مظاهرو او کاربندیز له کبله د فرانسې دیرش سلنه لیسې تړلې وې او پاریس مشهور څلی ایفل ټاور هم د پنجشنبې په ورځ تړل شوی و.