د فرانسې د نیس ښار د پیښې په اړه غبرګونونه

د وروستیو رپوټونو له مخې په دې پیښه کې د ټپیانو شمیر څه دپاسه ٢٠٢ تنه ښودل شوی دی. دا هم ویل شوي چې په لارۍ موټر کې وسلې او لاسي بمونه هم ځای پر ځای شوي و.

د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاند د کورنیو چارو په وزارت کې اضطراري غونډې ته د ورتلو په حال کې.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما دا برید په سخو ټکو غندلی او هغه یې د " تروریزم ناوړه" عمل ګڼلی. د سپنې ماڼۍ په اعلامیې کې د نیس د ښار په پیښه کې د وژل شویو او ژوبلو شویو کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې.

د فرانسې جمهور رئیس و ویل، هغه اضطراري حالت چې د دغې میاشتې په اخر کې ختمیده، د راتلونکو دریو میاشتو لپاره غزولی دی.

فرانسوي چارواکو ویلي چې په قربانانو کې پولیس هم شامل دي.

چارواکو تر اوسه ندي ويلي چې دا به د تروریزم عمل وي خو عیني شاهدان بیا وایي چې لارۍ چلوونکي قصداً په خلکو موټر خیژولی.

د پیښې په سیمه کې خلک پیاده ګرځیدل او ټولې لارې کوڅۍ تړل شوې وې خو د لارۍ چلوونکي وکړی شو د خلکو په منځ کې ځانته لار پیدا کړي . هغه موټر په خورا چټکۍ سره په خلکو وخیژاوه او هرې خوا ته یې خلک پرې ووهل.

د فرانسې حکومت درې ورځې ملي ماتیم اعلان کړی.

په تیرو اتلسو میاشتو کې دا دریم ځل دی چې په فرانسه کې خونړۍ پیښې رامنځته کیږي.

د فرانسې د ملي ورځې د لمانځنې په مراسمو کې دغه پیښه په نړیواله کچه غندل شوې ده.