په فرانسې کې پارلماني ټاکنې پیل شوې

په فرانسې کې نن د یکشنبې په ورځ د پارلماني ټاکنو لومړنی پړاو پیل شو . داسي معلومېږي چې چپي ګوندونه به د ولسي جرګې د ۵۷۷ څوکیو اکثریت ترلاسه کړي.

خو دا له جوته نه ده چې سوسیالان او متحدین به یې په لومړنۍ دورې ټولټاکنو کې د پخواني ولسمشر نیکولاس سرکوزي په مشري د محافظه کار ګوند په مقابل کې اکثریت وګټي که نه؟

د چارو کارپوهان وايي د فرانسې اوسنی ولسمشر فرانسوا هولاندې د خپلو چپیانو ملګرو سره له نږدې کار کوي چې په ولسي چرګه کې اکثریت وګټی او وروسته هیله لري چې هغه تدابیر پلي کړي چې موخه یې د اروپايي اتحاد په دویم ستر اقتصاد کې د بې کارۍ د کچې راکښته کول دي.

د یادونې وړ ده چې د ښي لاس ملي جبهې ګوند څخه مارین لي پینس هڅه کوي چې په پارلمان کې مطرح موقف ترلاسه کړي. که چیري داسي وسو نو دا به لومړی ځل وي چې هغه د ۱۹۸۰ لیسزې راهیسي په پارلمان کې په دغه سطح مطرح کېږي. نوموړې د فرانسې د جمهوري ریاست په وروستیو ټولټاکنو کې په دریم مقام کې راغله.

د نن ورځې د پارلمان ټولټاکنو نتایج به نن د یکشنبې په ورځ ناوخته معلوم شي کله چې د رایوو مرکزونه وتړل شي. ټاکل شوې چې د انتخاباتو دویم پړاو به د جون پر ۱۷ نېټه ترسره شي.

د فرانسې د مشرانو جرګه د مخه لا د چپیانو په کنټرول کې ده.