فرانسه کې تېرکال څه باندې ۱۰۰زره کسانو پنا غوښتې

سوري فامیل د ۲۰۱۷ نومبر کې د مهاجرت له دفتره د وتلو په وخت

رسمي شمیرې ښيې چې څه باندې۱۰۰زره کسانو په ۲۰۱۷ کال ګې په فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې ده چې د ۲۰۱۶ کال په پرتلې ۱۷فیصده زیاته ده.

په فرانسه کې د مهاجرینو د مصونیت د ادارې رئیس پاسکال برایس د (CNEWS) تلویزیون ته د دوشنبې (جنوري۸) په ورځ وویل چې تیرکال د پناه غوښتونکو شمیره لږترلږه په تیرو څلویښتو کلونو کې بی ساری وه. اکثریت پناه غوښتونکي، د البانیې، افغانستان او هایتي هیوادونو دي.

سره لدې چې په تیر میلادي کال کې فرانسې د پناه غوښتونکو په شمیر کې زیاتوالی مطرح کړې، ښاغلي برایس وویل چې جرمني هم تیرکال اکثریت پناه غوښتونکي دوه ځلي ثبت کړي دي.

پدې ارقامو کې شاوخوا ۳۶٪ يي د مهاجرت قبولي اخستې ده چې د ۲۰۱۶ کال په پرتلې يي فیصدي لږه لوړه ده. د مهاجرینو د مصونیت اداره وایي پدې پناه غوښتنو کې هغه میرمنې مستحقې ګڼل شوي چې د تاوتریخوالي او شخړو قربانۍ وې.

پدې کې تر شپږو زرو زیاتې نجونو او پیغلو ته د مهاجرت حقوق منل شوي چې اکثریت یي د سنت کیدو له خطره د مهاجرینو په توګه منل شوي دي.