هند د پاکستان د زیاتیدونکي نقش مقابلې ته ځان چمتو کوي

په دې مطلب کې راغلي دي چې، د هغو شپږاړخیزو تړونونو نه چې د ایران او هند تر منځ په دې وختونو کې لاس لیک شوي دي، ښکاري چې دا به د هند د افغانستان ـ پاکستان خپله پالیسي وي.

څارونکي وايي چې هند له افغانستان نه د امریکايي پوځیانو د حضور د کمیدلو حالت ته چې د ٢٠١١ کال د جولای کې به رامنځ ته شي او همدارنگه د پاکستان د زیاتیدونکي نقش ته ځان چمتو کوي.

انډین اکسپرس لیکي، که څه هم د افغانستان مامورین دغه خبره نه مني خو داسې رپوټونه ورکړشوي دي چې د افغانستان جمهوررئیس د طالبانو د یوه پلوي سراج الدین حقاني سره پټې خبرې کړي دي. په اوس وخت کې د افغانستان جمهوررئیس په بیړه هڅه کوي چې د طالبانو سره د پخلاینې پروگرام په مخ ولاړ شي او د امریکا ستراتیژي یې هم ملاتړ کوي، خو په عین حال کې دا خبره هم جوته کیږي چې د پاکستان دریځ به ددې بهیر په بریالیتوب کې ټاکونکی رول ولري.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم د خوشبینو اشخاصو له توجیه نه چې وايي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو تودوالی د هند په زیان نه دی، خو د وروستیو حقایقو نه داسې ښکاري چې کرزي د شمال ائتلاف له صحنې نه لرې کړی دی.

دوی د طالبانو سره د هرډول جوړجاړي په ضد دي. د ورځپاڼې په خبره امرالله صالح او حنیف اتمر چې په ترتیب د ملي امنیت رئیس او د داخله وزیر ؤ او د شمالي ائتلاف خلک وو، له صحنې نه لرې کړل تر څو د روغې جوړې لپاره زمینه برابره کړي. دغه پرمختیاوې د هند لپاره لانجه من حالات پیدا کړي دي چې د یو اعشاریه دری ملیاردو ډالرو د مرستې له روغ نیتۍ نه وضع بلې خواته وړي.

هند ددې نه اندیښنه لري چې ورو ورو افغانستان د خپل ختیز گاونډ په لمنه کې غورځیږي، او امریکا په دې فکر کوي چې په دغه هیواد کې خپل حضور کم کړي.

د هند په حکومت کې د دولت د چارو وزیرې نیروپاما راو د ایران او هند تر منځ د مشترک کمسیون د غونډې په ترڅ کې وویل، مونږ باید د افغانستان د حالاتو چې څنگه د افراطیت او د پرمختگ ضد عناصرو غواړي چې د دې هیواد د خلکو سرنوشت په لاس واخلي، نورو مسئلو ته هم پام وکړو.

هغې وویل چې نه ایران او نه هم هند غواړی بنسټپال او افراطي ډلې یو ځل بیا د افغانستان د خلکو د هیلو په وړاندې خنډ شي او دغه ملک یو ځل بیا د ترورستانو د روزنې په مرکز بدل شي.

انډین اکسپرس لیکي، ایران د یوه سیمه ایز قدرت په حیث د افغانستان په وړاندې د هند سره مشترکه وجوهات لري.

طالبان هم د ایران لپاره او هم د هند لپاره سرخوږي جوړوي. د طالبانو لخوا د ایرانیانو وژل او نورې مسئلې ددې سبب شوې چې هند او ایران سره نژدې شي خو د هند او امریکا تر منځ نژدې والي د ایران خوا خپه کړله.

سره ددې چې ایران د بن په کانفرانس کې مرسته وکړه، خو بیاهم د بش اداره په افغانستان کې د ایران په زیات دخالت راضي نه وه.

په افغانستان کې د امریکا پخواني قوماندان جنرال مک کرستال هم ایران په دې تورن کړی دی چې د طالبانو یوې ډلې سره مرسته کوي. ځنې بیا په دې فکر دي چې امریکا او ایران د افغانستان په استقرار کې سره همکاري کولی شي.

انډین اکسپرس لیکي د هند او ایران تر منځ اړیکې به د امریکا په غوږو ښې ونه لگي، خو سره ددې هم امریکا دې ته وهڅوي چې ایران په دې ډپلوماسۍ کې ورگډ کړي، او هند به هم دې ته واړوي چې د ځان لپاره سیمه ایزه ستراتیژي جوړه کړي.