د نړۍ د اوو سترو اقتصادو لرونکو یا جي-۷ ډلې مشرانو غونډه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون، نن د فرانسې په ایویان لې بن ښار کې پیل شوه.
ټرمپ په داسې حال کې پدې غونډې کې ګډون کړی چې یوه ورځ مخکې یې د ایران سره د هوکړې د بشپړېدو خبر ورکړ.
د جي۷ ډلې سرمشریزه تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې، پیل شوې او روانه ده. د دې سرمشریزې په لمړۍ ورځ کې یوه کاري ماښامنۍ هم شامله ده. د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، له دې سرمشریزې څو ساعته مخکې، د سویس ژنیو ښار ته ورسېد او له هغه ځایه، د فرانسې ایویان لې بن ښار ته ولاړ.
تر رسېدو وروسته یې، د خپل فرانسوي سیال، امانویل مکرون سره دوه اړخیزه لیدنه درلوده. ټرمپ به د دې درې ورځني سرمشریزې په فرعي غونډو کې د قطر، مصر، متحده عربی امارتو او د هند له مشرانو سره هم وګوري او د عربي مشرانو سره په لیدنه کې به د ایران په تړاو پرمختګونو باندې خبرې وکړي. البته ولسمشر ترمپ په دې سرمشریزه کې په داسې حال کې ګډون کوي چې یوه ورځ مخکې یې د ایران سره د هوکړې د بشپړېدو خبر ورکړ.
له دې خبر څخه څو دقیقې وروسته، د جې۷ ډلې پنځو غړو چې په کې فرانسه، بریتانیا، جرمني، جاپان او ایتالیا شامل دي، په یوې اعلامیې کې د دې پرمختګ هرکلی وکړ او متحدو ایالتونو، ایران او منځګړو هېوادونو ته یې مبارکي ورکړه. دغو پنځو هېوادونو دا پرمختګ د سیمې د ثبات او د نړۍ د اقتصاد د باثباته کولو لپاره یو فرصت بللی او د دې هوکړې د هراړخیز تطبیق لپاره یې خپل مکمل ملاتړ اعلان کړی. د جي۷ ډلې دغو غړو ټینګار کړی چې د هرمز تنګی باید پرته له قید او شرطه خلاص شي او د کښتیو تګ را تګ باید په کې ازاد وي.
دغو هېوادونو دا هم ویلي چې ایران باید اټومي وسله ونلري او زیاته کړې یې ده چې چمتو دي چې په دې برخه کې د متحدو ایالتونو، ایران او د نړیوالې اټومي انرژۍ له ادارې سره همکاري وکړي.
د جي۷ سرمشریزې دوهمه ورځ یا سبا سه شنبې، تر ډېره د اوکراین د جګړې په اړه به متمرکزه وي. د سه شنبې په غونډه کې، ولسمشر ولادمیر زیلینسکي هم ګډون کوي. د فرانسې ولسمشر، امانویل مکرون، چې هېواد یې سږ کال د جي۷ ډلې مشري په غاړه لري، د اوکراین څخه د ملاتړ لپاره د دې ډلې اتحاد اړین بللی.
د جي۷ ډلې په وړاندې د تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو د تکرار د مخنیوي په موخه، د سږنې سرمشریزې په سیمه او حتې د سویس هېواد په یو شمېر ښارونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د امریکا متحده ایالتونه، بریتانیا، فرانسه، جرمني، ایتالیا او کاناډا، د جي۷ ډلې اصلي غړي دي. اروپایي ټولنه له ۱۹۷۷ کال څخه په تدریجي ډول په جي۷ کې ښکېل ده او اوس د دې ډلې په ټولو بحثونو کې ګډون کوي.
فرانسې د جي۷ ډلې د سږني سرمشریزې د کوربه په توګه، ویلي چې دا سرمشریزه به، د نادره معدنی موادو او د ډیجیټلي تکنالوژیو په برخو کې او دغه راز د مخدره توکو د قاچاق او حتی د سرطان د مخنیوي په برخو کېد همکاریو لاره غښتلې کړي.