د هاګ په نړیواله جنايي محکمه کې قاضیانو د دوشنبې په ورځ د لیبیا د مشر معمر قذافي او د هغه د دوه باوري ملګرو د نیولو حکم د جنګي جنایاتو د کولو په تور جاري کړ.
د هاګ محکمې وکیل مورینو اوکیمپو وویل، پر قذافي علاوه د هغه د زوی سیف الاسلام او د لیبیا د استخباراتو د مشر عبدالله السینوسي د نیولو حکم هم جاري شوی دی.
ښاغلي اوکیمپو ویلي، قذافي او د هغه حکومت د مخالفینو پر مظاهرو حملې کړي او نشان ویشتونکیو ته یې حکم ورکړی و چې د جوماتونو نه تلونکي خلکو باندې دې ډزې وکړي.
د مخالفینو خلاف دغه ګامونه هغه مهال پورته شول چې هغوی د قذافي د حکومت نه د لاس اخیستلو لپاره مظاهرې پیل کړلې.
په طرابلس کې چاودنې او د یاغیانو پرمختګ
عینې شاهدان وایي د لیبیا پلازمېنه طرابلس کې دوه درنې چاودنې واوریدل شولې. له چاودنو نه وروسته د دوشنبی په ورځ د قذافي د باب العزیزیه له ماڼۍ نه هم لوګي پورته کیدل.
په عین حال کې د لیبیا په لویدیځه غرنۍ سیمه کې یاغیانو وویل چې د یکشنبې په ورځ یې پرمختګ کړیدی او د حکومت له قواو سره د طرابلس د یوه ستراتیژېک ښار چې ۸۰ کیلومتره جنوب غرب لورې ته پروت دی د نیولو کوښښ کوي.
د بیر الغانیم د نیولو لپاره هم له څو اونیو راهیسې جګړو د نفوسه په غرونو کې زور اخیستی دی او د حکومت قواوې یې د پلازمینې طرابلس په لور په شا تنبولي دي.