د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیتس وایی هغه او د چین د دفاع وزیرپه دی موافق دی چه دا یو ضرورت دی چه دغه دوه هیوادونو خپل منځي نظامي روابط د سیاست نه جلا وي.
دغه ټکی د رابرت گیتس لپاره ځکه مهم دی چه د ډیروخت راهیسی یی شکایت درلوده چې چین د امریکا په سیاسی تصمیمونو لکه، په تایوان باندی د وسلو د خرڅلاو په مسله د اعتراض څرگندولو لپاره د امریکا سره نظامی اړیکې شلولي دي.
ښاغلی گیتس، پیکنگ ته تللی دی چه ددغه یو کلن اخلال نه وروسته بیرته د چین سره نظامی روابط برقرار کړی. گیتس نن خبریالانوته وویل چه دی او د چین د د فاع وزیر، گوانگ لی، دواړه ، په دی ټینگ توافق لری چه دا ضروری ده چه د غلط برداشت یا د سؤتفاهم د امکاناتو د پښیدو د کمولو لپاره کلک نظامی روابط ولری. گیتس وویل ، دغه تماسونه باید، په متدادوم ډول موجود وی او په سیاسی بدلونو پوری مربوط نه وی.
گوانگ لی، چه د ښاغلی گیتس سره په خبری کنفرانس کی موجود و، د امریکا ددغه بیان سره مخالفت و نه ښوده، خو په تایوان باندی یی د امریکا د وسلو د خرڅولو له کبله د چین اندیښنه څرگنده کړه. د چین مقامات، تایوان د چین یو جلا شوی ایالت گڼی.