د کندهار نړیوال هوايي ډګر د احمد شاه بابا په نوم اعلان شو

ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار نړیوال هوايي ډګر د احمد شاه بابا په نوم اعلان کړ.

ولسمشر غني نن چهارشنبه د«چنګاښ ۱۲مه» کندهار ته د سفر پرمهال د کندهار د نړیوال هوايي ډګر د نوم د بدلون پر مهال وويل چې د احمدشاه بابا ابدالي پر هوايي ډګر به څلور برابره زیاته پانګونه کیږي او په سیمه کې به په یوه لوی هوايي دګر بدلیږي.

نوموړي وويل، غواړي د احمدشاه بابا هوايي ډګر په یوه عمده صادراتي مرکز بدل کړي.

ده وويل:"دغه هوايي ګر باندي به څلور برابره زیاته پانګونه کوو تر څو د منطقې د وصل عمده ځای وي او څو خلیج، اروپا او بهر ته زموږ زراعتي صادرات له دې لاري تر سره شي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مننه چې د کندهار د هوايي ډګر د نوم د بدلون لپاره يې وړانديز وکړ او دا هوايي ګر به نور د افغانستان د دې ستر شخصت په نوم وي."

ټاکل شوې ولسمشر غني د نن ورځې په اوږدو کې د دغه ولایت له چارواکو او قومي مشرانو سره هم وګوري.