واشنګټن ته د ولسمشر غني او اجرايي ریس عبدالله سفر

د امریکا کانگرس ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني وینا

د امریکا کانگرس ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د وینا په وخت د امریکا کانگرس غړي د هغه د وینا هرکلی کوي

افغان مشران د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې وژل شویو امریکايي سرتېرو ته د درناوي په خاطر ،د امریکا د دفاع وزارت ته ولاړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د دفاع وزیر کارټر اشټن، له ولسمشر غني سره یوځای د افغانستان ملي سرود ته په درناوي ولاړ دي

ولسمشر غني د امریکا په دفاع وزارت کې سرتېرو ته په خبرو کې وویل چې افغانستان د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ دی او پرې به برلاسی شي

ولسمشر غني، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو قربانۍ او سرښندنې وستایلې

ولسمشر غني او اجرایي ریس عبدالله، له دفاع وزارت پنټاګان نه ووتل چې د ولسمشر اوباما د تفریح ځای کمپ ډیویډ ته ولاړ شي

ولسمشر غني، اجرايي ریس عبدالله او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په کمپ ډیویډ کې

ولسمشر غني په کمپ ډیویډ کې له غونډو وړاندې له جان کیري سره روغبړ کوي

د امریکايي او افغان چارواکو په ګډ خبري کنفرانس کې ژمنه وشوه تر ۲۰۱۷ کاله پورې به د افغان پوځ شمېر ۳۵۲ تنه لوړوي

ولسمشر غني او اجرايي ریس عبدالله، د امریکا د ویرجینا ایالت د ارلېنګنټن په ملي هدېرې کې د بې نومه سرتېري پر څلي د ګلو ګېډۍ کېښودې