د سرغړونو تورونه؛ په یونان کې د امریکا سفیره له دندې ګوښه شوه

په یونان کې د امریکا سفیرې کیمبرلي ګیلفویل د سه شنبې په ورځ (اکتوبر ۱۳) وروسته له هغه له خپلې دندې استعفا وکړه چې راپورونه خپاره شول او پکې ادعا وشوه چې هغې د ډالیو او امتیازونو ترلاسه کولو لپاره له خپل رسمي مقام څخه ناسمه ګټه اخیستې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «هغې ښه کار کاوه، خو هغه څه مو خوښ نشول چې موږ یې په اړه ولوستل... ما ورسره خبرې نه دي کړې، نه. خو هغه به نور هلته نه وي. د هغه څه څخه چې ما ولوستل، خوښ نه شوم.»

د ټرمپ له څرګندونو څو دقیقې مخکې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کیټي زکرایا وویل چې له ګیلفویل څخه غوښتل شوي وو چې استعفا وکړي.

زکرایا د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډې ته وویل: «هغه زموږ د ټیم لپاره یوه فوق العاده شتمني وه، او موږ ورته د بریا او نېکمرغۍ هیله لرو.»

ګیلفویل په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې پر هغې باندې لګېدلي تورونه دروغ دي او نوموړې هوډ لري چې «په ځواک سره له خپل نوم، اعتبار او صداقت څخه دفاع وکړي.»

هغې لیکلي: «ما خپل مسلکي ژوند د عدالت لپاره مبارزې، د حق ملاتړ او د هغو ارزښتونو د دفاع لپاره وقف کړی چې امریکا ځانګړې او استثنايي کوي. زه به اجازه ور نکړم چې د درواغو تورونه زما د لسیزو عامه خدمت استازیتوب وکړي.»

ګیلفویل ویلي چې هغې د متحدو ایالتونو او یونان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او «د امریکا د خلکو لپاره د مانا لرونکو بریاوو د ترلاسه کولو» لپاره هڅې کړې دي.

دا تورونه د وال سټریټ ژورنال په ورځپاڼه کې خپاره شوي دي. په دغو راپورونو کې ادعا شوې چې ګیلفویل د یونان د انرژۍ یو شرکت د ګټو لپاره کار کړی او همدارنګه یې د یو سیاسي مرسته کوونکي سره ژمنه کړې وه چې که د هغې د کریډیټ کارت بیل ورکړي، نو د ټرمپ ادارې له چارواکو سره به ورته لاسرسی برابر کړي.