امریکا د H-1B کاري ویزې په پروګرام کې بدلون راولي

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت اعلان کړی چې د H-1B کاري ویزې په پروګرام کې بدلون راولي.

د دې هېواد دکورني امنیت وزارت وايي چې د دې ویزې د قرعه کشۍ سیسټم کې تعدیل راوړي او پر ځای یې داسې یو بهیر رامنځته کوي چې په اساس به یې ډېرو ماهرو او لوړ معاش لرونکي بهرنیو کارګرانو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت د سه‌شنبې په ورځ (د ډسمبر۲۳) اعلان وکړ چې دا تعدیل شوی سیسټم به "د امریکایي کارګرانو د معاشونو، کاري شرایطو او فرصتونو ښه ساتنه کوي".

د متحدو ایالتونو د تابعیت او د کډوالۍ د چارو ادارې ویاند، متیو ټراګیسر وویل: "د اچ-۱بي ویزې د نوم ثبتولو له اوسنی بهیر څخه امریکایي کارګمارونکو ګټه پورته کړې او ناوړه کارول شوې وه، او هغوی په لومړي سر کې هغو بهرنیو کارګرانو ته لومړیتوب ورکاوه چې د هغه معاش په پرتله چې امریکایي کارګرانو ته ورکول کیږي، په کم معاش کار کوي."

د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د روان کال په پیل کې یو فرمان لاسلیک کړ چې په اساس یې د H-1B ویزې لپاره د ډېرو ماهرو بهرنیو کارګرانو په سر هر کال ۱۰۰زره ډالر فیس اخیستل کیږي.

یوه فدرالي قاضي د سه ‌شنبې په ورځ د متحدو ایالتونو د سوداګرۍ خونې او د دې هېواد د پوهنتونونو د ټولنې هغه دعوه رد کړه چې د ډېرو ماهرو بهرنیو کارګرانو په وړاندې د داسې فیس لګولو سره مخالف وو.

ټراګیسر ټینګار وکړ چې تعدیل شوی پروګرام "د امریکایي کارګمارونکو په هڅولو سره چې د لوړ معاش او لوړ مهارت لرونکي بهرني کارګران جذب کړي" په متحدو ایالتونو کې د کار رقابتي فضا په داسې حال کې پیاوړې کوي، چې ناوړه ګټې اخیستنې ته به اجازه نه ورکول کیږي او امریکایي کارګرانو ته به زیان نه رسیږي.

د امریکا د اچ-۱بي ویزو کلنۍ شمېر، ۶۵ زره ته محدود شوی او پر دې سربېره هر کال ۲۰ زره نورې ویزې هغو کسانو ته ځانګړې کیږي چې په متحدو ایالتونو کې د لوړو زده کړو سند لري.