سعودي: ایران دې په حج باندې سیاسي لوبه نه کوي

Mideast Saudi Arabia Hajj

ایران د سعودي عربستان څخه غواړي چې په مینا کې د ٧٦٩ کسانو په وژل کیدلو د اسلامي نړۍ څخه بخښنه وغواړي او چا چې په وظیفه کې ناغیړي کړې وي هغه باید مجازات شي.

د پنجشنبې په ورځ د شیطانانو د ویشتلو پر مهال په مینا کې په وژل شویو کسانو کې چې تر اوسه یې هویت په ډاگه شوی دی، ١٣٦ ایرانیان دي. ټول ٩٣۴ کسان ژوبل شوي هم دي. د ایران دولتي تلویزیون وایي ددې هیېواد ٣٠٠ حاجیان ورک دي.

جرم او بې کفایتي

د ایران د ستر روحاني مشر ایت الله علي خامنه ای په ویبپاڼه کې داسې لیکل شوي دي "سعودیان باید مسؤلیت ومني او د هغو مسلمانانو له کورنیو څخه بخښنه وغواړي چې په مینا کې ووژل شول........ دا پیښه به د هیچا هیره نه شي او ټول هیوادونه به یې جدي څیړنه وکړي. اسلامي نړۍ ډیرې پوښتنې لري."

تهران په سعودیانو د بې کفایتی تور لگوي او وایي په دې جرم کې مستقیماً لاس لري چې باید په نړیواله محکمه کې قانوني چلند ورسره وشي. ایراني مشران وایي د سعودي شاهي حکومت د دومره سترې غونډې د ترتیباتو د برابرولو وړتیا نلري.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په ملگرو ملتونو غږ وکړ چې په ټیل ما ټیل کې د وژنو پیښه او د سږ کال د حج په مراسمو کې دیته ورته نورې پیښې باید وڅیړل شي.

حج او سیاست

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د ملگرو ملتونو د غونډې د پاره په نیویارک دی. هغه د ایرانیانو نیوکې بې ځایه وبللې او زیاته یې کړه چې ایران باید د حج په مراسمو کې په دې غمجنه پېښه سیاسي لوبه ونکړي.

ښاغلي الجبیر وویل "دا یوه داسي پیښه نه ده چې څوک ترېنه سیاسي گټه واخلي. زه هیله لرم چې د ایران چارواکې به په معقول ډول د هغو کسانو په اړه فکر وکړي چې په دې پیښه کې له منځه تللي دي او انتظار وکړي چې زموږ تحقیقات بشپړ شي."

د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر سره یوځای د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم خبریالانو ته وویل چې دا یوه انساني غمېزه ده او باید یو بل ته گوته ونه نیول شي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل "فکر کوم موږ ټول باید انساني تلفاتو ته پام وکړو او یو بل ته گوته ونه نیسو.....، د سعودي حکومت په دې اړه تحقیقات کوي. دا یو ستر مسؤلیت دی او دوی یې له کلونو راهیسي په ډیر ښه ډول کوربتوب کوي."

ایران او سعودي دواړه په اسلامي نړۍ کې مرکزي نقش لري. هغوی دواړه نه یوازې سیالي کوي، بلکې د ایرانیانو او سعودیانو ترمنځ یو لوی توپیر دا دی چې په ایران کې اکثریت خلک شیعه دي، او د سعودی خلک سنيان دي.