کرزی:د تیر او اوسني حکومت په هکله قضاوت خلک کوي

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په واشنگټن کې د امریکا غږ سره د مرکې پر وخت

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی هغه ادعاوې ردوي چې ګنې د ملي وحدت د حکومت پر ضد یې فعالیت کړی وي. هغه وایي چې د خلکو او د قومونو د مشرانو سره په کتنه کې یې ښایي څه ویلي وي، خو د حکومت ضد کوم خوښځت کې لاس نلري.

ښاغلي کرزي د امریکا غږ آشنا تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د پنځه سوه کیلو واټه برښنا د مزي د غزولو د د لارې دتغیرولو په اړه په شوې مظاهرې کې هر ډول لاس درلودل رد کړل "ددې حکومت له لومړۍ ورځې څخه ځنې خلک دا ډول ادعاوې کوي. زه په دوه شیانو نه پوهیږم: یو ګوند جوړول او بل یې مظاهره جوړول."

د ملي وحدت د حکومت د مشرانو سره د اړیکو او هغوی ته د مشورې ورکولو په هکله پخواني جمهور رئیس وویل چې په هغو مواردو کې چې ترې پوښتنه شوې مشوره یې ورکړې، خو وروسته پر هغه باندې عمل کول او یا نه کول د نوي حکومت وظیفه ده.

د حکمتیار او طالبانو سره د سولې خبرې

ښاغلي کرزي ددې تر څنګ چې کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتللو په اړه یې هیله څرگنده کړه وویل چې دده د حکومت پر وخت "خبرې وشوې، دغه ځای ته راورسېدې. دا خو مرحلې دي. ما شروع کړه یوه ځای ته مې راورسوله، اوس دوی له دغه ځایه راواخیستل بلې مرحلې ته یې رسوي."

هغه وویل خوشاله دی چې د حزب اسلامي سره د خبرو د پیل کیدو بنسټ ده ایښی دی او اوس د نورو پروژو پر څیر لکه د سلما د بند او د ملي شورا د ودانۍ د جوړول چې ده پیل کړي وو اوس نتیجه ورکوي.

دا چې د حزب اسلامي سره دده د حکومت پر وخت ولي مذاکرو دومره پرمختگ ونه کړ، ښاغلي کرزي څرګند ځواب ونه وایه خو ویې ویل چې سیاسي پروسې زیات وخت نیسي.

ښاغلي کرزي وویل "هر کله چې د حزب اسلامی هیات افغانستان ته راغلی دی، له ما سره یې کتلي دي، مشورې یې راسره کړي دي."

هغه وویل ددې پروسې پر کامیابۍ خوشحاله دی او "خدای دې وکړي چې حکمتیار صاحب خپل وطن ته راشي او لکه نور افغانان پخپلې خاورې کې ژوند وکړي."

ښاغلي کرزي د طالبانو سره د سولې د پروسې په هکله وویل چې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کیدو وروسته اوس ښایي د طالبانو سره د سولې امکان کم شوی وي.

د افغانستان پر لویو لارو باندې د مسافرانو د تښتونو او وژنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي کرزي وویل "که دا د طالبانو عمل وي، او دوی یې کوي، په کلکه یې غندو او ږغ پرې کوم چې مه کوئ! که د پردو عمل وي، هم د طالبانو وظیفه ده او هم د نورو افغانانو وظیفه ده چې مخه یې ونیسي."

دا چې افغانستان دده د حکومت پر وخت او که د ملي وحدت د حکومت پر وخت ښه وضیعت درلود ښاغلي وویل "قضاوت تاسو ته پریږدم. زه باید تبصره ونه کړم. د افغانستان خلکو ته یې پریږدم چې تبصره وکړي."

د امنیت او د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه د حامد کرزي نظر

د افغانستان پخواني جمهور رئیس د خپلې واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د امریکا د متحده ایالاتو پر وړاندې انتقادي موقف غوره کړی و او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د اوږدمهاله شتون په هکله یې د امریکا سره تړون لاس لیک نه کړ.

اوس هغه وایي چې "په افغانستان کې د بهرنیانو د شتون په هکله" چې د سولې او امنیت د ټینگیدو سبب شي کومه ستونزه نه لري. خو بیا هم په دې ټینگار کوي چې پر خپل پخواني شرط باندې ولاړ دی او غواړي چې "په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون باید دې هیواد ته سوله، امنیت او باعزته ژوند" له ځانه سره راوړي.

ښاغلي کرزي وویل چې د سوک وهلو د ورزش د پخواني اتل محمد علی په جنازه کې د گډون لپاره امریکا په خپل وروستي سفر کې یې د هیڅ امریکایي مقام سره په رسمي یا نیمه رسمي توگه نه دي کتلي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي همداشان وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو د انتخاباتو بهیر څاري او هیله یې داده هر هغه څوک چې د متحده ایالاتو راتلونکی جمهور رئیس کیږي د "افغانستان په وړاندې باعزت او له وقار ډکه رویه" خپله کړي او هڅه وکړي چې په دې هیواد کې سوله او ثبات ټینگ شي.

هغه د امریکا د جمهوري ریاست د دوو احتمالي کاندیدانو دونالد ترمپ او هیلری کلنتن، په هکله له تبصرې ډډه وکړه او ویې ویل ښه داده چې لومړی وکتل شي چې د امریکا د متحده ایالاتو خلک کوم یو د خپل نوي جمهور رئیس په توگه ټاکي.