نصیرالدین حقاني په اسلام آباد کې وژل شوی

هغه سیمه چې نصیرالدین حقاني په کښي ووژل شو.

هغه کس چې ویل کېږي د طالبانو سره د تړلې حقاني شبکې مالي مسول دی، په اسلام آباد کې په ډزو کې وژل شوی دی.

نصیرالدین حقاني، چې د سراج الدین حقاني سره یې د حقاني شبکه پر مخ بیوله د پاکستان په پلازمېنې اسلام آباد کې ویشتل شوی او وژل شوی دی. ویل کېږي چې د هغه د جنازې مراسم به نن د دوشنبې په ورځ په میرانشاه کې ترسره شي.

نصیرالدین حقاني په اسلام آباد کې هغه مهال د څو نا معلومو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو چې په یوه موټر کې یې سفر کوی. د طالبانو یوې سرچینې د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د هغه مړی به شمالي وزیرستان ته انتقال شي.

نصیر الدین حقاني د دیرش کلو شاو خوا عمر درلودی او ویل کېږي چې د حقاني د شکبې یو له مهمو مالي مسولینو څخه شمیرل کېدی. هغه د فارس د خلیج په سیمه کې د زیات شیمر ډلو سره اړیکې درلودې او په عربي ژبه یې روانې خبرې کولې. نصیرالدین د حقاني او القاعدې د شبکې ترمنځ نږدې اړیکې جوړي کړي وې.

د ۲۰۱۰ کال د جون په میاشت کې د امریکا د خزانې وزارت پر هغه او دوو نورو افغانانو باندې بندیزونه ولګول او هغوي یې د ترهګرو لست ته ورواچول ځکه دغو کسانو د حقاني او طالبانو د ډلو د لوړ پوړو مشرانو په توګه فعالیت کاوه.

ریپوټونه وايي چې نصیرالدین حقاني د اسلام آباد دباندي د بهاره کاهو په سیمه کې وژل شوی دی. تر اوسه پوري دا معلومه نه ده چې نوموړي په اسلام آباد کې څه کول خو د پاکستان په پلازمېنې کې د هغه حضور به زیات شمیر شایعات رامنځ ته کړي.

د حقاني شبکه د روسانو په وخت کې تاسیس شوه کله چې د امریکا په ملاتړ د پخواني شوروي اتحاد پر ضد په افغانستان کې نظامي عملیات ترسره کېدل.

د حقاني شبکه د آی ایس آی راسته لاس دی

دوه کاله مخکي د امریکا لوي درستیز ستر جنرال مایک مولن هغه مهال جنجال راپیدا کړ چې دا ادعا یې وکړه چې د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتو یا آی اس آی د راسته لاس په توګه فعالیت کوي. جنرال مولن دغه څرګندونې د امریکا د سنا په یوې غونډه کې وکړې. د پاکستان پر پوځ باندې د پخواه څخه دا تورونه لګول کېږي چې د یاغي ډلو پرضد د عملیاتو څخه ډډه کوي خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي.

جنرال مولن په کابل کې د امریکا پر سفارت باندې د برید څخه وروسته خبریالانو ته وویل چې د پاکستان د آی اس آی شبکه په کافي اندازه د حقاني د شبکې څخه مالي او لوژستیکي ملاتړ کوي او ورته پناه ځایونه ورکوي. د همدغه ملاتړ له کبله د حقاني شبکه په دې وتوانېده چې د کابل د سفارت برید ترسره کړي.

تراوسه پوري چا د نصیرالدین حقاني د وژل کېدو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی. هغه دوې اونۍ وروسته له هغه نه ووژل شو چې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو. د هغه پر ځای مولانا فضل الله اوس د پاکستاني طالبانو مشري کوي.