ټرمپ په واشنګټن کې د اسرائیل د سفارت پر کارکوونکو برید وغنده

ولسمشر ټرمپ د اسرائیل د سفارت د کارکوونکو وژل غندلي

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په واشنګټن ډي سي کې د چهارشنبې په ماښام مۍ ۲۱ (ثور۳۱) هغه برید غندلی، چې په کې د اسرائیل د سفارت دوه کارکوونکي ووژل شول.

ولسمشر ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي دي: «نفرت او افراطیت په متحدو ایالتونو کې هېڅ ځای نه لري.»

پولیس وایي چې د چهارشنبې په شپه دوه کسان د «یهودیانو کاپيټل موزیم» څخه وتل چې پرې ډزې وشوې او ووژل شول. دا موزیم د متحدو ایالتونو د کانګرس د ودانۍ سره نژدې دی.

ښاغلي ټرمپ نن پنجشنبه مۍ ۲۲ (غبرګولې لومړۍ) په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې «ښکاره ده د ډي سي دا وحشتناکه وژنه د یهودیت ضد کار دی، همدا اوس باید ودرول شي.»

د پيښې په سیمې کې یو کس لیدل کېږي چې د موزیم دباندې قدم وهي او بیا د خلکو په یوې ډلې ډزې کوي او دوه تنه وژني. وژل شوي کسان یارون لیسشینسکي او سارا میلګریم نومېږي. یارون اسرائیلی او سارا امریکایۍ دي.

بریدګر الیاس رودریګوز نومېږي، ۳۱ کاله عمر لري او د امریکا د شیکاګو اوسېدونکی دی. پولیس وايي چې رودریګوز د نیول کېدو په مهال چیغې وهلې: «فلسطین ازاد کړئ، فلسطین ازاد کړئ.»

د اسرائیل د صدراعظم بینیامن نتنیاهو دفتر وايي چې هغه د «یهودیت ضد دغه وحشتناک» برید له کبله «حیران» شوی دی.

د متحدو ایالتونو لویه څارنواله پام بوندي هم د پیښې سیمې ته د چهارشنبې په ماښام ورغلې وه. د نتنیاهو دفتر وايي بوندي نتنیاهو ته ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ د دغې پېښې د مدیریت په چارو کې دخېل دی او متحده ایالتونه به مرتکب کس د عدالت منګولو ته سپاري.

په متحدو ایالتونو کې د اسرائیل سفیر یخییل لایتر ویلي دي چې لي شینسکی پلان لره چې بله اونۍ په بیت المقدس کې میلګریم ته د واده وړاندیز وکړي.

د اسرائیل سفارت په ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي: "د دوی د وژل کېدو له امله د سفارت د ټولو کارکونکو زړونه مات شوي او غمجن دي. هېڅ الفاظ زموږ ژورغم او د دې ملاماتونکي زیان اندازه نه شي بیانولی".