کانګو کې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو له امله روغتیايي تدابیر سخت شوي

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې روغتیايي چارواکو د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو له امله امنیتي او روغتیايي تدابیر سخت کړي دي.

روغتیايي کارکوونکي وایي، اوازې او ناسم معلومات د ناروغۍ د چټک خپرېدو یو مهم لامل ګڼل کیږي.

چارواکي په بونیا ښار کې د تګ راتګ پر لارو او د کنټرول پر پوستو د روغتیايي معایناتو کچه لوړه کړې ده. دغه اقدامات تر ډېره پر هغو کسانو متمرکزه دي چې د مونګبالو په نوم د کان‌کېندنې سیمې څخه سفر کوي، هغه سیمه چې د ایبولا د خپرېدو اصلي مرکز بلل کېږي.

په سړکونو او د کنټرول په پوستو کې روغتیايي کارکوونکي د خلکو د لاسونو مینځلو او د بدن د تودوخې د معلومولو چارې ترسره کوي. د روغتیايي چارواکو په وینا که د کوم کس تبه ډېره لوړه وي، نو هماغلته یې دروي او بیا امبولانس ته خبر ورکوي څو روغتون ته ولېږدول شي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO دغه ناروغي د نړیوالې عامې روغتیا بیړنی حالت اعلان کړی، ځکه ویروس د کانګو ختیځو سیمو او ګاونډي یوګانډا ته هم خپور شوی دی.

تر اوسه د ایبولا ویروس څه باندې ۹۰۰ پېښې تشخیص شوي او دغه ویروس تر اوسه د ۱۷۰ څخه د زیات شمیر کسانو د مړینې لامل شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې ښايي دا شمېرې نورې هم لوړې شي، ځکه ویروس تر تشخیص وړاندې د څو اوونیو نه مخکی خپور شوی و.