سره له دې چې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د ګرمۍ یوه بې سارې څپه راغلې ده، زرګونو کاتولیکو عیسویانو د دوشنبې په ورځ (د جون ۲۹مه) د واتیکان په سنټ پیټر څلورلارې کې د پاپ لیو له خوا د دعا په مراسمو کې ګډون وکړ. دغه مذهبي مراسم د سنټ پیټر او سنټ پال د اختر په مناسبت ترسره شول چې په روم کې رسمي رخصتي ده.
کله چې پاپ د دې مراسمو لپاره د اپوستولیک ماڼۍ له برنډې څخه خلکو ته وینا او دعا کوله، واتیکان ښار کې د تودوخې درجه له ۳۰ سانتي ګراد څخه لوړه وه.
ګډونوالو د ګرمۍ د مخنیوي لپاره له چترۍ، لاسي پکو او خولیو څخه کار اخیستلو.
د ایټالیا د روغتیا وزارت د دوشنبې ورځې د مذهبي مراسمو لپاره د روم ښار او له نورو ۲۷ ښارونو څخه په ۲۱ ښارونو کې د ګرمۍ تر ټولو لوړې یا د "سرې" کچې خبرداری اعلان کړی و.
ساینسپوهان وايي چې د ګرمۍ دغه څپه، چې د جون له شلمې نېټې راهیسې پیل شوې، په اروپا کې تر اوسه ثبت شوې تر ټولو سخته ګرمه څپه ده. د دوی په وینا، دې سختې ګرمۍ د سلګونو مړینو لامل شوې او د اروپا په ګڼو سیمو کې یې د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی دی.