د امریکا د جنګ وزیر: د ایران د رژیم د هوايي دفاع ځواک له منځه وړل شوی دی

د امریکا د متحدو ایالاتو د جنګ وزیر پیټ هیګسیت، د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۹مه په پنټاګان کې په یوې خبري غونډه کې د ایران د رژیم پر وړاندې د "حماسي غضب" عملیاتو د لاسته راوړنو او د ایران په دفاعي ځواک یې د اغیز په اړه خبرې وکړې.

هیګسیت همدارنګه د ایران د رژیم پر وړاندې په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د وړتیاوو د زیاتېدو او د هغه رژیم د زرګونو هدفونو او نظامي بنسټونو د ویجاړېدو خبر ورکړ:" تر نن پورې مو په ټول ایران کې څه باندې اوه زره نظامي اهداف ویشتلي دي. دا تدریجي زیاتوالی نه دی. دا یو لوی ځواک دی چې په دقت سره کارول کیږي. د تیرې ورځې په څیر به نن هم تر ټولو ستر بریدونه وشي. ما له لومړۍ ورځې ویلي چې زمونږ وړتیاوې پداسې حال کې مخ په پراخیدو دي چې د ایران مخ په کمزوري کیدو دي. موږ له هوا څخه ښکار کوو او برید کوو، چې مرګ او ویجاړی رامنځته کوي. "

د امریکا د جنګ وزیر وویل چې د ایران د رژیم دفاعي ځواک، له هوايي دفاعي وړتیاوو نیولې تر دفاعي صنعتي تولیدي ظرفیت پورې، سخت زیان لیدلی دی.

پیټ هیګسیت وویل چې د امریکايي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د ایران د رژیم د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو وړتیا په جدي ډول کمه شوې ده:" د ایران د هوایي دفاع قوت د ځمکې سره برابر شوی. د ایران دفاعي بنسټ، فابریکې او تولیدي کرښې چې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پروګرام لپاره یې مواد برابرول، په حیرانوونکي توګه تباه شویدي. مونږ په مستقیمه توګه د هغوي سلګونه دفاعي مرکزونه ویشتلي دي. ښایي تر ټولو سخت ګوزار د نويو بالستیکي توغندیو د تولید په وړتیاووې شوي وي. زمونږ د ځواکونو په خلاف د بالستیکي توغندیو بریدونه د جګړې د پیل راهیسې ۹۰ په سلو کې کم شوي. همدارنګه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم ۹۰ په سلو کې کم شوي. مونږ پوهیږو چې ایرانیان لا هم ګوزارونه کوي او که کولی یې شوی ډیر ګوازرونه به یې کړي وی خو هغوي یې نشي کولی".

د ایران د رژیم د مشرانو، په ځانګړي ډول د لوړپوړو نظامي چارواکو د وژل کېدو په اړه، هیګسیت په طنزي ډول وویل چې اوس د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران او بسیج مشري یوه لنډمهاله دنده ګرځېدلې ده.

هیګسیت همدارنګه وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه نړۍ وژغورله چې د ایران د ترهګر رژیم له خوا یرغمل شوې وه.

د امریکا د وسله ‌والو ځواکونو لوی درستیز ډن کین، ، هم په همدې خبري غونډه کې د «حماسي غضب» عملیاتو د دوام په اړه معلومات ورکړل او د هغو سنګر ماتونکو بمونو کارولو ته یې اشاره وکړه چې د ایران د رژیم پټ او زېرمه شوي تجهیزات له منځه وړي.

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وویل چې دا بریدونه به تر هغه دوام وکړي څو د ایران د توغندیو وړتیا په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.