د جنګ وزير هېګسېت: امريکا د «سوېلي نېزې» په نوم نوې عملياتي هڅه پيل کړه

د امریکا د جنګ وزیر، پېت هېګسیت

د امريکا د جنګ وزير پيت هېګسېت د پنجشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د متحده ايالاتو پوځ د «Southern Spear» يا «سوېلي نېزې» په نوم نوي پوځي عمليات پيل کړی چې هدف يې په لوېديځه نيمه‌کره کې د نشه يي موادو د شبکو په وړاندې مبارزه ده.

هېګسېت وويل چې دغه ماموريت د Joint Task Force Southern Spear او د سوېلي قوماندانۍ (Southcom) تر مشرۍ لاندې پر مخ ځي، څو د هغه په وينا «هېواد خوندي کړي، د نارکو-ترهګر له سيمې لرې کړي، او د هغو نشه يي موادو مخه ونيسي چې زموږ خلک پرې وژل کېږي.»

هغه پر خپل ایکس حساب کې لیکلي: «لوېديځه نيمه‌کره د امريکا ګاونډ دی، او موږ به يې وساتو.»

د دغه اعلان تر خپرېدو يوه ورځ مخکې، د راپورونو له مخې هېګسېت، د امریکا لوی درستیز، جنرال ډان کېن او نورو پوځي مشرانو ولسمشر ټرمپ ته په سپينه ماڼۍ کې د سيمې د پوځي لارو چارو د انتخابونو په اړه معلومات ورکړي وو - چې په کې د وېنېزويلا پر ضد د ممکنه ځمکنيو بریدونو سناريو هم شامله وه.

دا اعلان داسې مهال شوی چې د پنټاګون د یوه چارواکي په وینا، متحده ایالاتو د دې اونۍ په پیل کې په هغو کښتیو باندې خپل شلم برید ترسره کړ چې د مخدره توکو د تعقیب شک پرې کیده.

دغه وزارت ویلي امریکایي ځواکونو په کارایب ټاپوګانو کې وروستي برید کې، د مخدره توکو څلور شکمن قاچاق وړونکي ووژل.

د راپورونو له مخې د سپتمبر میاشتې له لومړيو څخه تر اوسه پورې، د امريکا د پوځي عملياتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي دي.

دغه بریدونه په کارایب او ختیځ پسیفیک کې ترسره شوي، چې د دې وزارت په وينا موخه يې امريکا ته د ناقانونه نشه‌يي موادو د ورتګ مخنيوی دی.

هېګسېت د اکتوبر په میاشت کې هم اعلان کړی و چې پنتاګون د کارابین په سمندر کې د نشه يي موادو شبکو د ځپلو لپاره يوه نوې ګډه کاري ډله جوړه کړې.

هغه مهال د سويلي قوماندانۍ مشر اډميرال الوين هولسي ويلي وو چې دا ګډه کاري ډله به د قاچاقي شبکو د کشف او له منځه وړلو وړتيا زياته کړي.