د امریکا د جګړې وزیر: د نشه یي موادو د قاچاق ډلې د القاعدې او داعش په څېر ځپو

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هګسیت وايي، د امریکا پوځ به د مخدره توکو د قاچاق کوونکو جنايي ډلو د ځپلو لپاره له هغه تاکتیکونو څخه کار واخلي چې د القاعدې او داعش په خلاف یې کارولي وو.

هګسیت چې د چهارشنبې په ورځ (اګست ۱۲) یې د پاناما په یوه ځنګلي عملیاتي روزنیز کمپ کې خبرې کولې، وویل د امریکا پوځ به هره هغه ډله په نښه کړي چې د مخدره توکو قاچاق کوي او امریکایانو ته ګواښ پېښوي.

هغه وویل: «تاسې چې هر ځای نشه یي توکي قاچاق کوئ یا د امریکا خلکو او زموږ شریکانو ته ګواښ پېښوئ، تاسو به د داعش یا القاعدې په څېر یو هدف وګڼل شئ. موږ ۲۵ کاله په دې لګولي چې د نړۍ په هر ځای کې د شبکو د پېژندلو او په نښه کولو لپاره د عملیاتو لړۍ لا پسې پیاوړې او اغېزمنه کړو. نو ولې د غوره امریکایانو دغه مهارتونه دلته ونه کاروو.»

هګیست وویل د امریکا د پوځ شمالي او جنوبي قوماندانۍ ګومارل شوي چې په لویدیځه نیمه کره کې په ګډه د کوکاین، فینټانیل او نورو نشيي توکو د قاچاق د جنايي شبکو په خلاف «بې رحمه» مبارزه پلې کړي.

هګسیت په پاناما ښار کې په لاتینې امریکا کې د مخدره موادو د قاچاق کوونکو جنايي ډلو په خلاف د پوځي ایتلاف د متحدینو په یوې جلا غونډې کې وویل چې په کولمبیا کې د وروستیو ټاکنو وروسته، دغه هېواد غوښتنه کړې چې د جګړې وزارت له وزارت سره د مخدره توکو سره تړلې ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې یوځای شي.

هګیست وویل چې بوګوتا همدارنګه د ترهګرو شبکو د له منځه وړلو لپاره د ګډو پوځي عملیاتو د اجازې غوښتنه هم کړې ده.

د جګړې وزیر په کولمبیا او وینزویلا کې د وروستیو زلزلو له قربانیانو سره د امریکا بیړنیو مرستو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې متحده ایالتونه یو ښه متحد او شریک کیدی شي.

پیټ هګسیت وویل: «دا خبره په بشپړه توګه څرګنده ده چې متحده ایالتونه تر ټولو غوره متحد دی. ډیر بهرني لوبغاړي شته چې نورې اغیزې راوړي، که هغه چین وي، روسیه وي او که ایران. زما مطلب دا دی چې هغه روسي هوايي دفاعي سیستمونه چې ټاکل شوې وه د کاراکاس دفاع وکړي، بریالي نه شول. هغه کیوبایي ساتونکي چې ټاکل شوې وه د مادورو ساتنه وکړي، هم ونه توانېدل.»

هګسیت زیاته کړه چې اوس ویني چې کیوبایان او روسان له وینزویلا څخه ایستل کیږي، په کولمبیا کې نوی حکومت رامنځته شوی، او د پاناما کانال په دواړو خواوو کې د بندرونو نوي قراردادونه لاسلیک شوي دي.

متحده ایالتونو تیر کال له پاناما سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکا د پاناما ځینې تاسیسات د ګډو پوځي روزنو او بشردوستانه ماموریتونو لپاره کاروي.