حکمتیار: د افغانستان جګړه ګتونکی نه لري

د اسلامي حزب مشر په افغانستان کې روانه جګړه قومي وبلله.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په افغانستان کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې ده او تر هغې چې ورته سیاسي حل لاره پیدا نشي، یو لوری به یې هم ونشي ګټلی.

ښاغلي حکمتیار چې د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۸) د خپل ګوند د لوړپوړو غړو په یوې غونډه کې وینا کوله وویل، اسلامي حزب له هیڅ لوري سره په جګړه کې ښکیل نه دی او په عاجل ډول د دغې جګړې پای ته رسیدل غواړي.

هغه وویل "ناتو ۱۶۰زره په یونیفورم کې پوځ دلته راوست او په لکونو نور له یونیفورم پرته، ونتوانید چې دا جنګ وګټي، دا جنګ ګټونکی نه لري، هیڅ څوک یې د نظامي زور او ځواک په مرسته او مټ دا جنګ نشي ګټلی. د جنګ د پای ته رسیدو فقط یوه لاره ده او هغه دا چې دولتي زور او ځواک د هغو له یرغمل څخه وایستل شي، چې جنګ یې ماموریت دی، له بهر نه مامور شوي چې دا جنګ دوام وکړي او دلته سوله رانشي او د افغان ولس د خوښې اسلامي نظام او اسلامي حکومت رانشي".

د اسلامي حزب مشر زیاته کړه، په افغانستان کې روانه جګړه قومي بڼه لري، چې پر وینا یې یوه ډله له دولتي تجهیزاتو او پوځي ځواک څخه په استفادې له خپل سیاسي او قومي رقیبانو سره جنګیږي.

ښاغلي حکمتیار د افغانستان په یو شمیر سیمو کې جګړو ته په اشارې وویل "تیوره کې جنګ د دولت او د دولت د وسله‌والو مخالفینو ترمنځ نه دی، جنګ د دوو قومونو ترمنځ دی، همدا حالت دی د کندز د جنګ، همدا حالت دی د بغلان د جنګ، په ټول شمال کې، په ټول هیواد کې د جنګ اصلي وضعیت همداسې دی. یوه ډله توانیدلې د جنګ لپاره استخدام شوې، له دولتي زور او ځواک څخه په استفادې، له دولتي ټانکونو، توپونو او جهازونو څخه په استفادې د دولت په یونیفورم کې د خپل سیاسي او قومي رقیب په خلاف جنګیږي".

د اسلامي حزب مشر ټینګار وکړ، تر هغې چې دغه وضعیت بدلون و نه مومي روانه جګړه به دوام ولري.

هغه په نظام کې دننه یو شمیر کړۍ د جګړې پر دوام تورن کړل، چې پر وینا یې دغه کړۍ خپله بقا په جګړه کې ویني او له دې لارې یې د ځانونو لپاره اشرافي ژوند جوړ کړی دی.

ګلبدین حکمتیار په حکومت او امنیتي ځواکونو کې ژور اصلاحات د روانې جګړې حل لار وګڼله.

ښاغلي حکمتیار وویل، که په افغانستان کې د خلکو د خوښې حکومت او پارلمان د آزادو او شفافو ټاکنو له لارې رامنځ ته شي، نو ورسره به په دغه هیواد کې جګړه هم پای ته ورسیږي.