د لښکرګاه ښار په باباجي سیمه کې عملیات

په سیمه کې د ملکي خلکو د وتلو په خاطر عمليات ډېر په ځنډ روان وو 

د هلمند امنيه قومندانی په خبر پاڼه کې راغلي‌ چې په یادو عملياتو کې افغان سرتيرو ته زيان ندی اوښتی خو وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اووښتې ده

د هلمند د روانو عملياتو په اتمه میاشت کې افغان ځواکونه وتوانيدل چې د نادعلي د لوی مانده او باباجي سيمې ونيسي

امنیتي چارواکو په دغو عملیاتو کې ماينونه کشف او خنثی کړي دي

افغان سرتیری د لښکرګاه ښار باباجي سيمه کې

افغان ځواکونو د نيول شویو سيمو د امنيت د خوندي کولو دپاره په ټوله سیمه کې پوستې اچولې دي

د لښکرګاه ښار څلورمې حوزې اړوند باباجي سيمه کې روان عمليات
 

د چاه انجیر او ګريشک سړک چې لا یې د رغېدو چارې ندې بشپړې شوي د طالبانو له لوري‌تر ۲ کيلو مترو زياته برخه بيرته ويجاړه شوې ده

امنيتي چارواکي‌وايي په سيمه کې یې د طالبانو ۸ پټنځايونه له منځه وړي‌ دي

په دغو عملیاتو کې د چاه انجيرـ ګريشک د سړک غاړې ډیری کورونه له منځه تللي دي او زيات خلک له سیمې وتلي‌ دي

د باباجي سیمه چې د لښکرګاه ښار د شمالي ولسوالیو سره نښلوي د طالبانو په پټنځايونو بدلې شوې وې

هلمند د وسلوالو طالبانو لوی مرکز بلل کیږي

د رپوټونو له مخې افغان سرتيرو ته هم په عملیاتو مرگ ژوبله اوښتې

د هلمند د روانو عملياتو په اتمه میاشت کې افغان ځواکونه د امريکا هوايي ځواک په مرسته وتوانيدل چې د نادعلي د لوی مانده او باباجي سيمې ونيسي