د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د مراکش هغه ۱,۰۵۵ کیلومتره اوږده لویه لاره، چې د لویدیځې صحرا له لارې تېرېږي، به د ده په نوم ونومول شي.
ټرمپ وویل، دا پرېکړه د هغه اقدام د ستاینې په توګه شوې چې امریکا په ۲۰۲۰ کال کې د لویدیځې صحرا پر لانجمنې سیمې د مراکش د حاکمیت ملاتړ وکړ.
ولسمشر ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې "ټروت سوشل" کې د دغې لویې لارې یوه ویډیو هم خپره کړې او لیکلي دي چې په دې لویې لارې سفر ته سترګې په لار دی.. دغه سړک د داخله او تیزنیت ښارونه سره نښلوي او د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت د زیربناوو د پراخې پروژې برخه ده.
په مراکش کې د امریکا پخواني سفیر ډیوک بوچا په ایکس په ټولنیزې شبکې کې په دې هکله د ولسمشر پوست بیا پوست کړی او لیکلي دي: "د ولسمشر ډونالډ جي. ټرمپ لویه لاره د پاچا محمد شپږم د لرلید لرونکي مشرتابه یو پیاوړی سمبول دی. امریکا، د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې، ژمنه ده چې د داسې مراکشي صحرا ملاتړ وکړي چې د سولې، سیمه ییز ثبات او سوکالۍ استازیتوب وکړي."
د لویدیځې صحرا د حاکمیت مسئله له کلونو راهیسې د نړیوالو شخړو موضوع ده، او د امریکا د ۲۰۲۰ کال پرېکړه، چې د مراکش د حاکمیت ملاتړ یې وکړ، د سیمې په اړه د واشنګټن په سیاست کې یو مهم بدلون ګڼل کېږي.