د بُست تاریخي ابدات رغول کيږي

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د بُست تاریخي ابدات رغول کيږي، په دغو تاريخي ابداتو کې د بُست کلا څاه ته داخلېدونکې لاراو ګنبده، د بُست کلا شيشک، د علامه ابن حبان بُستي زيارت، تنور او د شهيدانو زيارت تر کار لاندې دي.
د بُست او کارېز سيمې خلک چې تاريخي ابدات هم په همدې سيمو کې دي، د تاريخي ابداتو په جوړېدو خوښ دي او هيله من دي چې له ډيرو سيمو به ورته ګرځندويان راشي او د سيمې خلکو ته به کار او روزګار پیدا شي.