افغانستان ته په جبري توګه د افغان کډوالو د بیرته ستنولو لا شدت

بشري مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې افغانستان پدې تیرو څو کالونو کلونو کې د بېرته راستنېدو او بېځایه کېدو له لوی بحران سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو او بشري مرستندویه بنسټونو د تازه معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا دوه اعشاریه نهه میلیونه افغانان هیواد ته ستانه شوي دي چې نږدې نیمایي یې جبري بېرته ستنول بلل شوي دي.

شمېرې ښيي چې شاوخوا یو اعشاریه شپږ ویشت میلیونه افغانان له ایران څخه ایستل شوي، په داسې حال کې چې یو سل او پنځه پنځوس زره نور له پاکستانه ایستل شوي دي. مرستندویه ادارې وایي، ګڼې کورنۍ له محدودې خبرتیا سره وتلو ته اړې شوې او دا چې کورونه، دندې او شتمنۍ ترې پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي، د پاکستان د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان او په پاکستان او ایران کې د کډوالۍ د قوانینو سخت تطبیق، له تېر کال راهیسې د افغانانو د بېرته ستنېدو بهیر چټک کړی دی.

وروسته له هغې چې اسلام‌اباد د بې اسناده کډوالو او د افغان کارت لرونکو پر ضد د ایستلو اقدامات پراخ کړل، له یو میلیون څخه ډېر افغانان له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شول.

ایران هم د افغانانو ایستل په بې ساري ډول زیات کړي دي. د ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتې په یوه موده کې، راپورونه وایي چې نږدې څلوېښت زره افغانان یوازې په یوه ورځ کې بېرته افغانستان ته اوښتي دي.

بشري مرستندویه سازمانونه خبرداری ورکوي چې افغانستان د دومره لوی شمېر راستنېدونکو د جذبولو له ستونزې سره مخ دی. هېواد له وړاندې له سختو اقتصادي ستونزو، پراخې بې‌کارۍ، وچکالۍ او د خوړو د نه خوندیتوب له زیاتوالي سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کوي چې دا مهال په افغانستان کې له اوولس میلیونو ډېر خلک له سختې لوږې سره مخ دي، چې په کې میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

په تورخم او اسلام‌قلعه په ګډون د سرحدي لارو په تېرېدونکو سیمو کې، مرستندویه کارکوونکي نویو راغلو کورنیو ته بېړني خوراکي توکي، نغدي مرستې، د ترانسپورټ اسانتیاوې او د سرپناه ملاتړ برابروي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي، تېر کال نږدې اووه سوه زره راستنېدونکو د ساتنې مرستې ترلاسه کړې، او نږدې نیم میلیون کسانو بېړنۍ نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.

سره له دې چې بشري مرستې روانې دي، مرستندویې ادارې خبرداری ورکوي چې ډېر راستنېدونکي لا هم د بې‌کوره کېدو، پورونو، بې‌کارۍ او په افغانستان کې د بیا بې‌ځایه کېدو له خطر سره مخ دي.

نړیوال سازمانونه د مرستندویو بنسټونو د لا زیات ملاتړ او د اوږدمهالو بېرته ادغام پروګرامونو غوښتنه کوي څو ددې ناورین د لا شدت مخه ونیول شي.