د لومړي ځل لپاره یو مسلمان د سکاتلنډ د صدر اعظم په توګه وټاکل شو

د سکاټلند نوی صدر اعظم، حمزه یوسف

د سکاتلنډ پارلمان د سه شنبې په ورځ د مارچ ۲۸ ( وري اتمه) د دغه هېواد د واکمن ملي ګوند مشر حمزه یوسف د دغه هېواد د صدر اعظم په توګه اعلان کړ.

اووه دېرش کلن حمزه چې په خټه پاکستانی دی، لومړی مسلمان دی چې د سکاتلنډ د صدر اعظم په توګه ټاکل کیږي.

نوموړی د سکاتلنډ د مخکنۍ صدر اعظمې مېرمن نیکولا استورجن تر استعفا وروسته ددغه هېواد د واکمن ملي ګوند په ټاکنو کې د ۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره بریالی شو. په دغو ټاکنو کې د حمزه یوسف سیال کیټ فوربس ۴۸ سلنه رایې ترلاسه کړې.

د صدر اعظم په توګه د حمزه یوسف تر ټاکنې وروسته، د بریتانیا صدر اعظم ریشي سوناک د یوه تیلفوني تماس په ترڅ کې نوموړي ته مبارکي ورکړه. په دغه تیلفوني تماس کې د سکاتلنډ نوي صدر اعظم خپل بریتانوي سیال ته وویل چې لندن باید د 'سکاتلنډ د خلکو او پارلمان دموکراتيکو غوښتنو' ته درناوی وکړي.

ریشي سوناک د سکاتلنډ نوي لومړي وزیر سره د دواړو هېوادونو تر منځ پر ګډو همکاریو تاکید وکړ.

حمزه یوسف نن چهارشنبه د مارچ ۲۹ (وري ۹) د لوړي د رسمي مراسمو وروسته په داسې حال کې خپله دنده پیلوي چې د واکمن ملي ګوند د پاشل شوې یووالي او بریتانیا څخه د سکاتلنډ د جلا کېدو لپاره د سخت دريځو سکاتلنډي بیلتون غوښتونکو ته د ډاډ ورکولو په لاره کې له زیاتو ننګونو سره مخامخ دی.