امریکا څه باندې ۶۲۲زره غیرقانوني کډوال شړلي

د امریکا د متحدو ایالتونو د مهاجرت او ګمرکاتو ادارې د اېکس په ټولنیزې شبکې کې اعلان کړی چې د روان کال د جنورۍ میاشتې له شلمې نېټې راهیسې یې څه باندې ۶۲۲زره غیرقانوني بېګانه وګړي، له دې هېواد څخه شړلي دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جون میاشت کې د ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي وو چې هغه د مهاجرت او ګمرکاتو ادارې (ایس) افسرانو ته امر کوي چې " "په تاریخ کې د ډله ایزو شړلو تر ټولو لوی پروګرام د ترسره کولو خورا مهم هدف ته د رسېدو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي."

ټرمپ ژمنه کړې چې په بې سارې توګه به غیرقانوني مهاجر له متحدو ایالتونو څخه وشړي. د ډونالډ ټرمپ په وینا، د پخواني ډموکرات ولسمشر، جو بایډن، په واکمنۍ کې د کلونو لپاره په لوړه کچه غیرقانوني کډوال دې هېواد ته ننوتلي چې شړل یې اړین دي.

ولسمشر ټرمپ یو کمپاین پیل کړی چې فدرالي مامورین د متحدو ایالتونو ښارونو ته ځي چې د کډوالۍ د قانون سرغړونکي ومومي او ویې شړي.

د مهاجرت او ګمرکاتو او د سرحدي ګزمې ادارې به د ۲۰۲۹ کال تر سپټمبره پورې ۱۷۰میلیارد ډالر اضافي پیسې ترلاسه کړي چې دا د جمهوري غوښتونکو تر کنټرول لاندې کانګرس لخوا په جولای کې د یوې مصرفي بودجې له تصویب وروسته، د پام وړ زیاتوالی ښیې.