د کار او کارګر نړیواله اداره وايي چې دوي د خپلو اټکلونو له مخې موندلې چې د افغانستان د کار په بازار کې د ښځو د کاري ځواک برخه ۵.۱ سلنه راکمه شوې ده.
دغې ادارې د سه شنبې په ورځ [اګست ۱۸مه] په خپلې ویب پاڼې کې لیکلي چې افغانستان ته د ګڼو افغانانو بېرته راستنېدل په کاري فرصتونو باندې لادمخه اثر کړی دی.
د کار او کارګر د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې: "د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنۍ څخه پنځه کاله وروسته، د افغانستان د کار بازار د ژورو جوړښتي بدلونونو سره مخ دی چې ځانګړتیا یې د جنسیتي توپیرونو پراخول، پر نارینه ګمارنې باندې د انحصار زیاتوالی او په شدیده توګه له اقتصادي فعالیتونو څخه د ښځو بې برخې کول دي."
ددغې ادارې په وینا د مجموعي اټکل له مخې، کارموندنه د ۲۰۲۲ کال له ټیټې کچې څخه ۱۴٪ لوړه شوې او په ۲۰۲۶ کال کې به نږدې ۸.۵ میلیونه ته ورسیږي خو د کارموندنې وده د نفوس له پراخېدو سره برابره نه ده.
د کار او کارګر نړیوالې ادارې زیاته کړې: "په کارموندنه کې زیاتوالی په بشپړه توګه د نارینه وو ترمنځ متمرکز دی چې په ۲۰۲۶ کال کې د نارینه وو د کارموندنې کچه د ۲۰۲۰ کال په پرتله شاوخوا ۲۲ سلنه لوړه شوې ده. برعکس، د ښځینه وو کارموندنه په پراخ ډول راټیټه شوې ده."
ملګري ملتونه وايي چې له پاکستان او ایران څخه د افغانانو پراخې بېرته راستنېدنې د کار پر بازار لا ډېر فشار راوړی ځکه چې ډیری راستنېدونکي هغو سیمو ته ورغلي چې له وړاندې له زیاتې بې وزلۍ او کمو کاري فرصتونو سره مخ دي.
د کار او کارګر نړیواله اداره چې ملګرو ملتونو پورې اړونده ده غوښتنه کوي چې “ګټوره کارموندنه" باید د تګلارو په مرکزي محور بدله شي.
له غوښتنو سره سره، طالبان په خپلې پنځه کلنۍ واکمنۍ کې تراوسه پدې بریالي شوي نه دي چې پر ښځو لګولي کاري محدودیتونه پاي ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشتې په وروستي سیمهییز رپوټ کې راغلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له پاکستان او ایران څخه له پنځه میلیونو زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي چې دغه بهیر په افغانستان کې په کمزوري اقتصاد او بشري سیستم باندې لوی فشار راوړی دی.