نړیوال وجهي صندوق افغانستان ته بانکي اعتبار ورکوي

نړیوال وجهي صندوق افغانستان ته بانکي اعتبار ورکوي

افغان چارواکی وایي چې د نړیوال وجهي صندوق یا ای ام اف به د افغانستان سره د بانکي اعتبار پروګرام بیرته پیل کړي.

ای ام اف یو کال مخکی دغه پروګرام هغه مهال وځنډوي چې د کابل بانک د بحران په لړ کې په میلیونونو ډالره ورک شول.

د افغانستان د مالیې وزارت نن وویل چې نړیوال وجهي صندوق په افغانستان کې د اقتصادی اصلاحاتو لپاره یو درې کلن پور د ۱۲۹ میلیون ډالرو په ارزښت منظور کړی دی.

د ای ام اف دغه اقدام به ددې سبب سی چی په لسګونه میلیونه ډالره به بهرنی مرستی او انکشافی پروژو کی افغانستان ته راشي. د دغه سازمان د تایید نه پرته بیا دغه کار شونی نه و.

ای ام اف د افغانستان سره د بانکي اعتبار پروګرام د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر په میاشتی کی هله وځنډاوه چې کابل بانک، چی هغه مهال تر ټولو لوی خصوصي بانک و، د عدم مدیریت، خپلولیو او د مشکوکو پورونو د ورکولو له آمله سقوط ته نږدی و.

د مالیې وزارت وایي چې دوی د دې سره موافق دي چې په بانکي او مالي برخو کې، د ګمرکاتو او عایداتو په ادارو کې او همداراز په مالي مدیریت کې اصلاحات راولي.
د روانې میاشتې په پیل کې، ای ام اف او افغان چارواکو ویلي وو چې د کابل بانک د بحران د مدیریت په چارو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په دغه بحران کې د ۹۰۰ میلیون ډالرو نه زیاتې پیسې ورکړل شوې وې.

تمه ده چې ای ام اف به خپله دغه پریکړه نن ناوخته اعلان کړي.