د ولسمشر استیضاح؛ دېموکراتان د علني غونډو راپور جوړوي

د روانې اونۍ په جریان کې د امریکا د استازو د مجلس دېموکرات وکیلان د ولسمشر د استیضاح په تړاو د خپلو علني غونډو راپور لیکي.

په تېرو دوو اونیو کې شاوخوا دوولسو شاهدانو په علني غونډو کې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو د ټېلفوني مکالمې په اړه موثق معلومات ورکړي دي.

دغه مکالمه د جولائ په ۲۵ نېټه شوې وه. شاهدانو ویلي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپلو سیاسي ګټو لپاره پر اوکراین ۳۹۱ میلیون ډالر مرستې ځنډولې وې.

همدارنګه، شاهدانو د استازو مجلس وکیلانو ته ویلي چې د ټرمپ شخصي وکیل روډي جولیاني د اوکرایني چارواکو لخوا د ولسمشر پر انتخاباتي سیال او د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو دېموکرات نوماند جوبایډن باندې د تحقیقاتو د اعلانولو لپاره فشار راوړی و.

د استازو د مجلس دېموکراتې مشرې ننسي پلوسي ویلي چې دوي د ولسمشر د استیضاح د تحقیقاتو لپاره سند لري.

مېرمن پلوسي وایې چې ولسمشر ټرمپ د "خپلو شخصي ګټو" لپاره له واک نه ناوړه استفاده کړې او د امریکا "ملي امنیت یې له پامه غورځولی دی".

ولسمشر ټرمپ روان تحقیقات یوه دسیسه بولي.

په وروستیو میاشتو کې د ولسمشر د استیضاح له تحقیقاتو نه د ولسونو ملاتړ زیات شوی دی. دیموکراتان چې د استازو په مجلس کې د استیضاح پر مواردو رای ګیرۍ ته چمتوالی نیسي، هیله مند دي چې دا بهیر دوام ومومي او له راتلونکي عیسوي کال نه مخکې په سنا کې تحقیقات پیل شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ولسمشر استیضاح؛ دېموکراتان د علني غونډو راپور جوړوي