د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف، وايي په ۲۱ هېوادونو کې شاوخوا ۲۰ میلیونه ماشومان، چې عمرونه یې د ۱۲ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي، په یوه کال کې لږ تر لږه یو ډول د ټکنالوژۍ اړوند جنسي ناوړه ګټې اخیستنې یا استثمار سره مخ شوي دي.
یونیسف د پنجشنبې په ورځ د سپتمبر ۳مه «د ماشومانو له سترګو» په نوم نوي راپور کې ویلي چې دا شمېره د هغو ماشومانو ده چې انټرنېټ کاروي او د ۲۱ هېوادونو په سروې کې یې ګډون کړی دی.
د راپور له مخې، څه باندې ۱۵ میلیونه ماشومانو نا غوښتل شوي جنسي محتوا لیدلي، شاوخوا نهه میلیونه له خپلې خوښې پرته جنسي خبرو یا د جنسي انځورونو شریکولو ته هڅول شوي او نږدې څلور میلیونه ماشومان وايي چې د دوی جنسي انځورونه د دوی له اجازې پرته خپاره شوي دي.
یونیسف وايي، نږدې ۶۰ سلنه پېښې په ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، انسټاګرام، سنیپچېټ، ټکټاک او واټساپ کې شوې دي. شاوخوا ۱۴ سلنه پېښې په انلاین لوبو کې ثبت شوې دي.
راپور ښيي چې په ۵۷ سلنه پېښو کې ماشوم هغه کس پېژاندلی چې ناوړه ګټه یې ترې اخیستې وه؛ یعنې د همزولو، ملګرو، کورنۍ غړو څخه و. په ۳۸ سلنه پېښو کې ماشوم لومړی له عامل سره په انلاین نړۍ کې مخ شوی و.
افغانستان ته څه مانا لري؟
افغانستان د یونیسف د دې ځانګړې ۲۱ هېوادونو په سروې کې شامل نه دی؛ له همدې امله په راپور کې د افغانستان لپاره د انلاین جنسي ناوړه ګټې اخیستنې مشخصه کچه نه ده وړاندې شوې. یونیسف ټینګار کوي چې د راپور موندنې یوازې په هغو هېوادونو کې د انټرنېټ کاروونکو ماشومانو استازیتوب کوي چې سروې پکې شوې ده.
خو دا موضوع د افغانستان لپاره هم د پام وړ ده، ځکه چې یونیسف وايي په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې له ۱۱.۶ میلیونو څخه زیات یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه وضعیت د ماشومانو د ساتنې، رواني ملاتړ او نورو بنسټیزو خدمتونو اړتیا لا زیاتوي.
یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې او جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي او ملاتړ خدمتونه هم وړاندې کوي. د دې ادارې د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې د وضعیت د راپور له مخې، په هغه میاشت کې څه باندې ۲۲۹ زره کسانو ته د ماشومانو د ساتنې او جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي اړوند خدمتونه، په ګډون د رواني او ټولنیز ملاتړ، برابر شوي دي.
د ماشومانو چوپتیا
د یونیسف د نوي راپور یوه مهمه موندنه دا ده چې د څه باندې ۴۰ سلنې پېښو په اړه ماشومانو له هېچا سره خبرې نه دي کړي او له یو سلنې څخه کمو پېښو کې چارواکو، پولیسو، ټولنیزو کارکوونکو یا د مرستې مرکزونو ته راپور ورکړل شوی دی.
یونیسف وايي، د ماشومانو د چوپ پاتې کېدو تر ټولو عام دلیل دا و چې هغوی نه پوهېدل چې له چا سره خبرې وکړي او له کوم ځایه مرسته ترلاسه کړي.
د ادارې په وینا، له ټکنالوژۍ سره تړلې جنسي ناوړه ګټه اخیستنه د ماشومانو پر رواني روغتیا هم جدي اغېز لري. هغه ماشومان چې له دې ډول ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ شوي، ځان ته د زیان اړولو او ځانوژنې د فکر یا چلند د راپور ورکولو له پلوه څلور برابره زیات احتمال لري.
یونیسف له حکومتونو او د ټکنالوژۍ له شرکتونو غواړي چې د ماشومانو لپاره خوندي انلاین چاپېریال رامنځته کړي، د ناوړه استفادې د راپور ورکولو باوري لارې جوړې کړي او داسې قوانین او تګلارې پیاوړې کړي چې د جنسي استثمار، جنسي باج اخیستنې او د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ماشومانو د ناوړه جنسي انځورونو د جوړولو مخه ونیسي.
د یونیسف په وینا، د ماشومانو د ساتنې مسؤلیت باید یوازې پر ماشومانو وا نه چول شي، بلکې کورنۍ، ښوونځي، ټولنې، حکومتونه او د ټکنالوژۍ شرکتونه باید په ګډه د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره اقدام وکړي.