په اسرائیل باندې د ایران بریدونه

 د اسرائیل پوځ یو بې پیلوټه الوتکه د دغه هېواد په فضا کې د هوايي ګزمې پرمهال

 

 د مدیترانې په سمندر کې د اسرائیل د سمندري ځواکونو د ګزمې یوه کښتۍ
 

د اسرائیل پر وړاندې د ایران د بریدونو له خبرداري وروسته د بیت المقدس د ښار تشې کوڅې

د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د حبران یا الخلیل ښار د پاسه د اسرائیل پر لوري د ایراني توغندیو د تیریدو انځور

د الاقصی جومات له پاسه د اسرائیل پر لوري د ایراني توغندیو د تیریدو انځور

د ایران لخوا پر اسرائیل د توغول شوي توغندي پاتې شوني  
 

په تهران کې د بریتانیا د سفارت مخې ته د ایران له خوا پر اسرائیل تر بریدونو وروسته مظاهره 

 

د ایران له خوا پر اسرائیل د توغندي او بې پیلوټه الوتکو بریدونو پرمهال د بیت المقدس ښار فضا

 

د هوایي ترافیک ګرافیک چې په منځني ختیځ کې د ایران او ګاونډیو هیوادونو هوایي حریم پکې انځور شوی 

د اسرائیل "اوسپنیز ګنبد" هوايي دفاعي سیستم له ايران څخه د اسرائيل پر خاورې د توغول شوي بې پیلوڼه الوتکې او راکټونه د نسکورولو په حال کې