غوره شوي عکسونه

د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په "کپېټال ون" لوی سالون کې د امریکا ۴۷م ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم په ژوندۍ بڼه خپاره شول.
 
 

ډونالډ ټرمپ، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه، د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
 
 

د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم د سختې یخنۍ له امله د کانګرس په ودانۍ کې دننه ترسره شول. ډېر شمېر کسان ونه توانېدل په دغو مراسمو کې ګډون وکړي او دا مراسم یې د تلویزیون له لارې ننداره کړل.

د امریکا د استازو جرګې مشر، مایک جانسن د نورو امریکایي قانون جوړوونکو ترڅنګ د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.

ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو څخه وروسته

ټرمپ له ۱۸۹۰مو کلونو راهیسې لومړنی سیاستوال دی چې له څلور کلنې وقفې وروسته بیا ولسمشر کیږي. 
 
 

جیمز ډیوید وینس د دوشنبې په ورځ، جنورۍ  ۲۰مه نېټه، د امریکا د ولسمشرۍ د مرستیال په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

پخوانی ولسمشر جو بایډن او مرستیاله یې کاملا هریس، د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
 

د متحده ایالاتو درو پخوانیو ولسمشرانو؛ باراک اوباما، جورج بوش او بل کلنټن، د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون درلود.
 
 
 
 
 

د ټیک ټاک اجرائیوي مدیر، شو زی چیو د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې هم ګډون کړی و.
 
 

ایلن مسک د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې
 
 

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې د میټا شرکت رئیس مارک زاکربرګ، ژورنالېسته او لیکواله لاورن سانچز، د امازون شرکت څښتن جیف بیزوس او د الفابېټ شرکت اجرائیوي رئیس سندر پیچای هم ګډون درلود.

ټاکل شوې وه چې د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم  په آزاده فضا او د ۲۵۰ زره کسانو په ګډون ترسره شي، خو د سختې یخنۍ له امله دغه مراسم د کانګرس ودانۍ دننه د شاوخوا ۶۰۰ کسانو په ګډون سره ترسره شول.