د فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کې د میسي او یامال سیالي

د ارجنټاین د فوټبال مخکښ لوبغاړی لیونل میسي د یکشنبې په ورځ (جولای ۱۹مه) د نړیوال جام په پایلوبه کې له هغه شپږ میاشتني ماشوم سره سیالي کوي چې په ۲۰۰۷ کال کې یې لیدلی و.

دا ماشوم د هسپانیې تکړه لوبغاړی لامین یامال دی.

د ارجنټاین او هسپانیې ترمنځ په پایلوبه کې به ډیر پام د میسي او یامال لوبې ته وي.

دا دواړه د خپلو ملي لوبډلو له غوره لوبغاړو څخه دي او دواړه د بارسلونا د فوټبال کلب سره د تړاو ګډې اړیکې لري.

دواړو په لومړي ځل، نږدې ۱۹ کاله وړاندې بو بل لیدلي وو؛ هغه مهال مسي ۲۰ کلن و او یامال د شپږو میاشتو ماشوم و. نړۍ اوس تمه لري چې دا تاریخي شیبه د یکشنبې په ورځ د نیویارک – نیو جرسي په لوبغالي کې بیا تکرار شي.

د دوی لومړنۍ مخامخ لیدنه د ۲۰۰۷ کال په یو انځور کې ثبت شوې ده. په دغه عکس کې میسي، چې هغه مهال د بارسلونا ځوان لوبغاړی و، د کلب په لوبغالي کې د جامو بدلولو په خونه کې یامال ولید.

د یامال کورنۍ د یوې خیریه غونډې لپاره بلنه ترلاسه کړې وه، چې کوربه یې بارسلونا کلب و. دغه کلب د خیریه بنسټونو او نادولتي موسسو سره د خپلو اړیکو له امله مشهور دی.

دغه عکس هغه مهال په پراخه کچه خپور شو چې د یامال پلار د ۲۰۲۴ کال په جولای کې په انسټاګرام کې خپور کړ او ورسره یې لیکلي وو چې "د دوو افسانو پیل."

که میسي او د ارجنټاین لوبډله بریالۍ شي، نوموړی به خپل دوهم نړیوال جام وګټي او خپل تاریخي مقام به لا پیاوړی کړي، ځکه چې هغه به د خپل اتل ډیاګو مارادونا له لاسته راوړنو هم مخکې شي. مارادونا په ۱۹۸۶ کال کې په مکسیکو کې د ارجنټاین لپاره یو نړیوال جام ګټلی و.

میسي او یامال تر اوسه هېڅکله د یو بل پر وړاندې نه دي لوبېدلي، او ښايي میسي هېڅکله فکر نه کاوه چې هغه ماشوم چې په ۲۰۰۷ کال کې یې لیدلی و، یوه ورځ د نړۍ د فوټبال له سترو ستورو څخه شي.

یامال چې د دوشنبې په ورځ ۱۹ کلن شو، د هسپانیا د ملي لوبډلې د لوبې اصلي محرک بلل کېږي. هغه د روان نړیوال جام په ټولو اوو لوبو کې چې هسپانیا تر اوسه ترسره کړي، ګډون کړی او د ګروپي پړاو په ترڅ کې یې د جون په ۲۱مه د سعودي عربستان پر وړاندې یو ګول هم وهلی دی.

سره له دې چې عمر یې کم دی، یامال لا دمخه د لوړې کچې په سیالیو کې پراخه تجربه لري. په ۲۰۲۳ کال کې، کله چې هغه ۱۵ کلن و، د بارسلونا په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې د دغه کلب لپاره یې رسمي لوبه ترسره کړه.

په بارسلونا کې میسي د کلب ریکارډ ۳۶ جامونه ګټلي، چې پکې د هسپانیا د غوره لیګ ۱۰ اتلولۍ او د اروپا د اتلانو لیګ څلور جامونه شامل دي. یامال هم د مسي پر لاره روان شوی او تر اوسه یې له بارسلونا سره د هسپانیا د لیګ درې اتلولۍ ګټلې دي.

د میسي او یامال د نسلونو د تاریخي مخامخ کېدو ترڅنګ، د یکشنبې پایلوبه به د نړۍ اتلې ارجنټاین او د اروپا اتلې هسپانیا لوبډلو ترمنځ هم یوه ستره سیالي وي.