د ورځې غوره تصویرونه
فرانسه کې د قیمتۍ په ضد د مظاهرو په لړ کې، پاریس کې د سېن له سیند څخه د سیلانیانو بېړۍ تېرېږي، او شاته د نوتردام مشهوره کلیسا او لوګي ښکاري.
فرانسه کې د قیمتۍ په ضد د مظاهرو په لړ کې، د پاریس د جمهوریت څلورلاري کې یو لاریون کوونکي د صلیب نښان نیولی چې پرې لیکل شوي: «مینه به بریالۍ شي.»
د فرانسې پایتخت پاریس کې د تاوتریخوالي څخه ډکو مظاهرو وروسته حال. د ژوند د لوړو لګښتونو خلاف دا مظاهرې په ټوله فرانسې کې خپرې شوي دي.
د ۲۰۲۶ د ښځو بایسکل ځغلولو (UCI Track) په نړیوالو سیالیو کې د روسیې الینا لیسینکو (منځنۍ) لومړی، د جرمني لیا سوفي فریدریش (چپ) دوهم او د بریتانیا ایما فینوکین دریم مقام وګاټه.
د لبنان په بیروت کې یو هلک له یو پاڼ څخه د مدیترانې اوبو ته ټوپ وهي.
هند کې د انتخاباتو کمیسیون د رئیس خلاف په یوه مظاهره کې پولیسو د محصلینو د ملي ټولنې مشره نهه بورا ونیوله.
د کلیفورنیا په لانګ بیچ کې د یو سمندري توپان لوړې څپې پر کورونو ورواوښتې.
د جرمني په مونیخ کې د کوچنیو سپیانو د منډې په سیالۍ کې یوه ښځه خپل سپی هڅوي چې د پای تر کرښې ځان ورسوي.
د هند او ویسټ انډیز د ۲۰ اوریزو لوبو وروستۍ سیالي د باران له کبله لغوه شوه او سیریز ۲-۲ مساوي پای ته ورسید.
د پاکستان کپتان سلمان اغا په راولپنډۍ کې له سریلانکا سره په ۵۰ اوریزه لوبه کې خپله سلیزه نمانځي. دا د «ټرای سیریز» لومړنۍ لوبه وه چې انګلنډ هم پکې برخه لري.