هند به د ایران نه د خامو تیلو په وارداتو کې کموالی راولي

هند وایي چي دا پریکړه یې کړې چي د ایران نه د خامو تیلو په وارداتو کي تر ١١ فیصده پوري کموالی راولي. هند داپریکړه وروسته له هغه وکړه چي د امریکا له خوا د ایران د ذروي پروگرام په وجه په هغه ملک باندي فشار ونه زیات شوي دي.

د هند د پټرولیمو وزیر ( آر. پي. این سینگ ) پرون د سه شنبې په ورځ وویل چي د هند د تیلو د تصفیه خانو خاوندان اوس په نظر کي لري چي په سږني مالي کال کي ٥، ١٥ ملیون مکعب میټریک ټنه خام تیل د ایران نه وارد کړي، په داسي حال کي چي پروسږ کال یې ۴۴،١٧ ملیون ټنه اخیستي وو.

هغه وویل چي هند کوشش کوي د خامو تیلو واردات را کم کړي او د خپلي انرژۍ د حفاظت او ساتني غم وخوري. د هند د پټرولیمو وزیر وویل چي د تیلو د تصفیې کولو د فابریکو خاوندان د تیلو په واردولو کي « تخنیکي، تجارتي او داسي نور شیان » په پام کي نیسي.

د هند له خوا دا اعلان پرون وروسته له هغه وسو چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن تیره هفته هند ته د خپل سفر په ترځ کي له هغه هیواد نه وغوښتل چي د ایران نه د تیلو واردات کم کړي.

امریکا د څو نورو هیوادونو نه هم غوښتی دي چی د جون د میاشتي تر آخیر پوري دي د ایران نه د تیلو واردات بند کړي، که نه نو بندیزونه به پر ولگول سي. مگر امریکا په دې برخه کي تر اوسه پوري جاپان او اواروپایي اتحاد معاف کړي دي.