هند او پاکستان خبرو ته کښیني

هند او پاکستان خبرو ته کښیني

هند او پاکستان اعلان کړی دی چې دواړه ملکونه به د سولې خبرې بیا شروع کوي. کله چې دوه کاله پخوا په ممبئ کې ټرورېستی حملې وشوې نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغې جوړې خبرې په ټپه اوردېدلې. هند ددغو حملو مسسولېت دهغو جنگېالو په غاړه اچولی چی په پاکستان کی فعالېت کوي.

د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت نن ووېل چی هند او پاکستان به په ټولو مربوطو مساېلو باندی خبری وکړی، چې په دې کی د ټرورزم پر خلاف همکاری او د کشمېر په شخړه باندی خبری کول شامل دي.

دا اعلان د بوټان په پاېتخت کی د ېکشنبی په ورځ دهند او پاکستان دخارجه سکرترانو دملاقات نه وروسته وشو. دهند او پاکستان دواړه لوړ رتبه دېپلوماتان دجنوب ختیځې اسیا د هیوادونو د همکارئ د سازمان په یوه غونډه کې بوټان ته تللي وو.

ټاکل شوې ده چې سږ کال په جولای کې د هند د بهرنېو چارو وزېر پاکستان ته سفر وکړی او دغه خبری به پاکستان ته د نوموړي د سفر څخه مخکې وشي.

د امریکا حکومت کوښښ وکړ او دواړه خواوې یې راضي کړې چې خپلی خبرې شروع کړي ترڅو پاکستان خاصه توجه دهغو وسله والو جنگېالو په خلاف د جنگ په لورې وکړي چې د افغانستان د سرحد په اوږدو کې پراته دي.

هند دپاکستان په حکومت باندی تور لگوي چې په ممبئ باندې د حملو عاملېن یې چې دپاکستان د لښکر طېبې غړي دي، تر اوسه دعدالت منگلو ته نه دي سپارلي.

خو پاکستان وايي چې ددغې جملې نه د ٧ کسانو محاکمه روانه ده.